د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۹

د هند کرکټ نامتو ستوری "شچین ټنډولکر" د پارلمان غړی شو


سچین ټنډولکر
سچین ټنډولکر
د هند د کرکټ نامتو لوبغاړی او مخکښ ستوری سچین ټنډولکر د دوشنبې په ورځ په نوي ډیلي کې د دغه هیواد د پارلمان د غړي په توګه لوړه وکړه.

۳۹سچین ټنډولکر د هند لومړنی لوبغاړی دی، چې د لوبې تر څنګ په یوه وخت کې د پارلمان د مشرانو د جرګې غړیتوب هم لري.

نوموړی د پارلمان د مشرانو د جرګې له هغو ۱۲ غړو څخه دی؛ چې په انتخابي شکل نه بلکې په یوه ځانګړې برخه کې د تخصص او تجربې لرلو ته په کتنې سره جرګې ته پیشنهادیږي.

سچین ټنډولکر په ډهاکه کې د اسیا جام په وروستیو سیالیو کې د کوربه هېواد بنګله دیش پر وړاندې سل منډې جوړې کړې او په هم دې سره د کرکټ د نړۍ لومړنی لوبغاړی شو؛ چې سل یوه ورځنۍ سلیزې يې جوړې کړې دي.

د هند په پارلمان کې د حکومت د اپوزوسیون یو شمېر غړو د مشرانو جرګې د غړي په توګه د ټنډولکر پر ټاکل کېدو انتقاد کړی او وايي، چې دا کار واکمن ګوند (کانګریس) د شهرت د زیاتوالي په هدف شوی دی.
XS
SM
MD
LG