د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۳۹

په كوټه كې د يو پوليس او ۴ هزاره ګانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي


د بلوچستان ايالت په مركز كوټه كې پرون نامالومو وسلوالو د يوه پوليس په شمول شپږ تنه په ډزو و وژل، د پوليسو په ځوابي ډزو كې دوه وسلوال ټپيان شوي دي. له وژل شويو څخه څلور يې هزاره توكمه شعيه مسلمان دي.

د كوټې ښار جنوب ختيځ لور ته پر سركي سړك باندې د ويلډنګ په دوكان كې پر كاركوونكيو كارګرو باندې دغه ډزې د يكشنبې په ماسپښين په داسې حال كې وشوې چي د پاكستان صدراعظم يوسف رضا ګيلاني په بلوچستان كې د خراب امنيت، مرموزو تښتونو او هدفي وژنو د مخنيوي په اړه په يوه لويه غونډه كې د برخې اخيستې لپاره په دوه ورځني سفر كوټې ته را رسېدلى وو.

پوليس وايي دوو موټرسايكل سپرو وسلوالو كېپري سنيما ته نيژدې د ويلډنګ په دوكان كې پر وسلوالو ناببره ډزې وكړې، پينځه تنه يې ځاى پر ځاى و وژل او د پېښې له ځايه وتښتېدل.

د پوليسو يو مشر محمد انور وايي هلته نيژدې په ګزمه بوختو پوليسو تر ډزو وروسته د پېښې ځاى ته ځان و رسولى او په ځوابي ډزو كې يې دواړه وسلوال ټپيان كړي دي، وسلوالو هم د پوليسو پر موټر ډزې كړې چي يو پوليس يې وژلى او بل يې زخمي كړى او پخپله وسلوال په زخمي حالت كې په تېښته بريالي شوي دي:

((دا پېښه پر سركي سړك باندې د ويلډنګ په دوكانونو كې وشوه، پينځه تنه كارګر چي يو پلار او زوى هم پكې شامل دي وژل شوي او يو زموږ پوليس چي په وسلوالو پسې ورغلي وو، د وسلوالو په ځوابي ډزو كې وژل شوى او يو ټپي شوى دى))

له وژل شويو پينځو تنو څخه څلور يې هزاره توكمه شعيه ګان دي او يو بل سني او په خټه تاجك افغان دى. په پېښه كې وژل شوي او ټپي كسان په سمدستي توګه د كوټې دولتي روغتون ته يووړل شول چي د ډاكټرانو په وينا حالت يې له خطرې وتلى دى.

ټپي شوى پوليس وايي كله چي دوى پر وسلوالو ډزې وكړې او هغوى يې ټپيان كړل، نو د دوى يوه ملګري هغه په يوه رخشه كې سپاره كړل او د پېښې له ځايه وتښتېدل، خو وايي پوليسو ورپسې پلټنې پيل كړې دي.

د دې پېښې په خلاف پرون په سمدستي توګه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له خوا پر سركي سړك باندې يوه احتجاجي مظاهره وشوه چي پكې يې د بېګناه خلكو وژنه په كلكه وغندله او له حكومته يې وغوښتل چي په ښار كې د هدفي وژنو مخه ونيسي.

د هدفي وژنو د پرونۍ پېښې مسووليت تر اوسه پورې كومې وسلوالې ډلې نه دى منلى، خو تر دې وړاندې په بلوچستان كې پر شعيه مسلمانانو باندې په وار وار د بريدونو مسووليت د لښكر جنګوي په نامه وسلوالې ډلې منلى دى.

د يادونې وړ ده چي په كوټه او شاوخوا سيمو كې پر هزاره توكمه شعيه مسلمانانو باندې له تېرو لسو كلونو راهيسې بريدونه پيل شوي چي د يوې اندازې له مخې تر اوسه پورې په بېلابېلو هدفي وژنو او بمي بريدونو كې شاوخوا اووه سوه شعيه مسلمانان وژل شوي او زرګونه نور ټبيان شوي دي.

راپور: باركوال مياخېل- كوټه
XS
SM
MD
LG