د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۲

کابلي: ملي جبهه د افغانستان د ویش په لټه کې ده


نجیب الله کابلی
نجیب الله کابلی
د ملي جبهې یو پخوانی مهم غړی له افغان حکومت څخه غواړي، چې ددې جبهې د فعالیت مخه ونسي، ځکه چې د افغانستان د ملي ګتو پر خلاف کار کوي.

دغه جبهه په دې وروستیو کې د احمد ضیا مسعود، محمد محقق، عبدالرشید دوستم او د شمالي ټلوالي د ځینو نورو پخوانیو غړو له خوا جوړه سوې ده.


د ملي مشارکت د جبهې مشر نجیب کابلي، چې هم د دې جبهې غړی و، د یکشنبې په ورځ یې په یوه غونډه کې له دې جبهې سره خپل پریکون اعلان کړ او ویې ویل، چې دغه جبهه د افغانستان تجزیه کول غواړي.

“زما له خولې دا ومني، چې زه ورسره وم، دغه نوی جریان چې په اصطلاح د ملي جبهې په نوم دی افغانان کورنۍ جګړې ته هڅوي، افغانستان د تجزیې خوا ته بیایي.

ما نجیب کابلي چې له محقق او دوستم سره یو نیم ساعت خصوصي مجلس درلود، ماته یې وویل، دا یوه پلمه ده، چې موږ لوموړی ولسوالان او والیان انتخابي غواړو، تر شا یې فدرالي او تر هغه وروسته که چا نه غوښتل موږ تجزیه غواړو.”

تر دې مخکې د دې جبهې غړي تورن شوي وو، چې په جرمني کې یې له ځینو امریکایي کانګرس مینانو سره د افغانستان د تجزیې نقشه جوړوله.

ښاغلي کابلي چې په تونده لهجه یې خبري کولې، د ملي جبهې د هغه راز څخه هم پرده پورته کړه، چې وايي په تخار، فاریاب او ځینو نورو شمالي ولایتونو کې یې والیانو، ولسوالانو او نورو مسئولینو ته 5 لکه ډالره ورکړي، چې په ملاتړ یې غونډي وکړي.

نوموړي وویل، چې ددې جبهې مشرانو په ځینو شمالي ولایتونو کې خلک هڅولي، چې د فدرالي نظام ملاتړ وکړي.

خو د ملي جبهې ویاند فیض اله ذکې بیا له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د نجیب اله کابلي له خوا لګول شوي تورونه ناسم وبلل.

″د ښاغلي نجیب الله کابلي له خوا پر دې جبهې وارد شوي تهمتونه دروغ او بهتان کڼي او په کلکه یې ردوي. له سیاسي تشکیلات سره یوځای کېدل او یا له هغې کوښه کېدل په ټولو ډیموکراتیکو ټولنو کې یوه عادي مساله ده، نورو خلکو ته تحقیر او بهتان د قانوني تعقیب لامل ګرځېدلای شي.″

تر ښاغلي کابلي مخکې د بلخ والي عطامحمد نور هم د حکومت پر سیاسي مخالفینو سخت انتقادونه کړي او وايي، چې دغه کسان د ملت جوړوني لپاره دا څرګندوني نه کوي، د خپلو امتیازونو لپاره یې کوي.

د ملي جبهې او د حکومت د نورو سیاسي مخالفینو ددغه ډول څرګندونو وروسته ولسمشر حامد کرزي ویلي، چې افغانستان د سیاسي نظامونو لابراتوار نه دی او دا یې د تیرو 40 کلونو د ناکامو تجربو تکرار بللی دی.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG