د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۲

″د تمباکو د نه څکولو لپاره یو قانون جوړ شي″


د نړی د نورو هیوادنو په څیر د یکشنبې په ورځ په افغانستان کې هم له تنباکو سره د مبارزې نړیواله ورځ ولمانځل شوه.

د عامې روغتیا وزیرې له ټولو افغانانو وغوښتل، چې د سګرټ په دود سره خپل ژوند او روغتیا سره جفا ونه کړي.


سږ کال په افغانستان کې د تمباکو د نړیوالې ورځې د لمانځلو ترڅنګ اکثره افغانان له حکومت نه غواړي؛ چې په عامه ځایونو کې د تمباکو د څکولو د منخنیوي لپاره دې جدي اقدامات وکړي.

یو شمېر عامو خلکو له آزادي راډیو سره په خبرو کې په دې ټینګار وکړ؛ چې باید په هیواد کې په عامه ځایونو کې د تمباکو د نه څکولو لپاره یو قانون جوړ او ژر تر ژره عملي شي.

″۱:- زما نوم وحیدالله نوري دی. ما هو یوه ستونزه درلوده ځکه چې زه له هیواده بهر وم له کورنۍ نه لیرې وم، مور او پلار نه لیرې وم همدا لامل و، چا ما د سګرټ څکولو ته مخه کړه.

۲:- زما نو محمد خالد دی. یو قانون باید جوړ شي، چې په سرتړلي ځایونو کې د سګرت څکول منع شي، د دې لپاره چې نورو خلکو ته هم تاوان رسوي او ښه کار هم نه دی.

۳:- زه د عامې روغتیا له وزارت نه غواړم، چې د تمباکو په هکله جدي تصمیم ونیسي.

باید یو قانون ورته جوړ شي چې په سر تړلیو ځایونو لکه هوټلونو، دفترونو، روغتونونو او نورو عامه ځایونو کې د سګرت څکول بند شي.″


دغه خلک دا غوښتنې په داسې حال کې کوي، چې د عامې روغتیا وزارت یو نیم کال مخکې له تنباکو سره د مبارزې په برخه کې د یو قانون مسوده جوړه کړې؛ چې تر اوسه په عدلیې وزارت کې ده او د وزیرانو شورا ته د تصویب لپاره نه ده لیږل شوې.

د عامې روغتیا وزیرې ثریا دلیل چې د یکشنبې په ورځ له تنباکو سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت په جوړه شوې غونډې کې وویل؛ چې د دې قانون له مخې به نه یواځې په عامه ځایونو کې د سګرت په څکولو بندیز ولګیږي بلکې د تنباکو په کار او بار او وارداتو به هم بندیز ولګیږي.

″موږ په تیریو، یا یونیم کال کې پردې قانون کار وکړ، چې بیلا بیل اړخونه لري لکه، په سګرټو او تنباکو کې کموالی، د سګرټو او تنباکو په وارداتو کې کموالی، د تنباکو د اعلانونو بندول اوپه هیواد کې د سګرټود بندولو لپاره د زمینو برابرول.

خو د دې لپاره چې دا قانون نافذ شي، باید خپل قانوني پړاونه طی کړي، ځکه کله چې یوقانون جوړیږي، نو د کلونو لپاره ورڅخه ګټه اخستل کیږي او د همدې لپاره باید خپل ټول قانوني مراحل طی کړي.″


میرمن دلیل له تنباکو سره د مبارزې په برخه کې د خلکو مرسته اړینه بولي او وایي، تر څو چې خلک مرسته ونه کړي، له تنباکو سره مبارزه هم ستونزمنه ده.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په افغانستان کې دا مهال دوه دیرش اعشاریه پنځه سلنه نارینه په سګرټو څکولو روږدي دي، چې د دغو سګرت څکوونکو پنځه اویا سلنه ځوانان دي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې د سګرت مضره لوګی هر کال نږدې شپږ میلونه کسان وژني، د دوی په وینا که چېرې د سګرټ څکول همداسې دوام ولري نو د مړینې کچه به اته میلون کسانو ته ورسیږي.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG