د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۱

اقتصاد وزارت د پراختیايي پروژو د پلي کولو لپاره نوې پلانونه ترتیب کړي


د اقتصاد وزیر عبدالهادي ارغندیوال
د اقتصاد وزیر عبدالهادي ارغندیوال
د افغانستان د اقتصاد وزیر وایي، په انکشافي پروژو کې د هم اهنګي نه شتون د دې لامل شوی، چې پروژې په سمه توګه پلي نه شي.

د اقتصاد وزیر عبدالهادي ارغندیوال د یکشنبې په ورځ د ولایتونو د اقتصاد د ريیسانو په سیمینار کې وویل، هڅه کوي، چې راتلونکو کلونوته ټولې پراختیایي پروژې د سیمې د اړتیا و او غوښتنو سره سمې پلان او څارنه یې وشي.


په شاوخوا لسو کلونو کې افغانستان ته د میلیاردونو ډالرو د ورکړې وروسته اوس افغان حکومت غواړ؛ چې د پراختیایي پروژو په پلي کولو کې د دولتي، غیردولتي او بهرنیو موسسو ترمینځ هم اهنګي رامینځته کړي.

د افغانستان د اقتصاد وزیر عبدالهادي ارغندیوال وایي، داسې پلانونه یې ترتیب کړي، چې په راتلونکو کلونو کې به، د پراختیایي پروژو په پلانولو او پلي کولو کې د هرډول نا انډولۍ مخه ونیسي:

″دافغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره او به تیره د دوه زره او څوارلسم کال وروسته موږ یولړ جدي پلانونه ترتیب کړي دي، چې د پروژو ترمنځ هم اهنګي او څارنې یې عمده برخې دي.

همدارنګه پر نړیوالې ټولنې تاکېد کوو چې هره پروژه د ولایت له اقتصادي پلان سره همغږې کړي، ځکه چې خپلسرې پروژې زموږ داقتصادي پرمختګ نه سبب کېږي.″


ارغندیوال دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ په هغه دوه ورځیني سیمینار کې وکړې، چې د هیواد د څلوردېرشو ولایتونو د اقتصاد ريیسانو، د یوشمېر کورنیو او بهرنیو موسسو او ″ان. جي. او″ مشرانو او په افغانستان کې د یوناما یا د ملګرو ملتود سیاسي دفتر استازیو په کې ګډون کړی و.

داقتصاد وزیر وویل، د ولایتونو په سطح په پراختیایي پروژو کې د وزارتونو، موسسو او ″ان. جي. او″ ګانوترمینځ د هم اهنګۍ نشتوالي، د څارنې پرمهال د کاري اسناد نیمګړتیا، د ظرفیتونو د ټیټوالي له امله په چاروکې ځنډ، د ځمکو استملاک، تشکېلاتي ستونزې او داسې نور، هغه نیمګړتیاوې دي، چې په ولایتونو کې یې د پراختیایي پروژو کارونه له خنډ او ځنډ سره مخ کړی دي.

په سیمینار کې د یوناما یا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د سیاسي دفتر استازي ″حسن″ وویل؛ هڅه کوي، چې د افغانستان د پراختیایي پروژو د پلان او پالیسو په جوړولو مرستې وکړي:

″موږله دې وزارت سره خپل کار ته دوام ورکوو، همدارنګه غواړو په دې برخه کې کابل او نورو ولایتونو سره مرستې جارې وساتو، موږژمنه کوو، چې د پروژو په پلان جوړولو او پلې کولو کې تاسې سره نږدې همغږي ولرو.″

د اقتصاد وزارت د معلوماتو له مخې اوسمهال په افغانستان کې یوزرو شپږسوه او دوه انجیوګانې چې درې سوه او دوه په کې بهرنۍ دي، فعالیت کوي.

ځینی افغانان په هیواد کې د انجیوګانو او داسې نورموسسو له چارو راضي نه دي.

دوی وایي، د پروژو په چاروکې فساد، د بې کیفیته مواد و کارول او له توازنه پرته یوه پروژه پلانول هغه لاملونه دي، چې د موسسو او انجیوګانو فعالیتونه یې ترپوښتنو لاندې راوستي دي.

راپور:خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG