د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۷

وزیرستان: د بې پيلوټه الوتکو په برید کې مهم سخت دریځي ووژل شول


مشکوکو بې پيلوټه امريکايي الوتکو د پاکستان په جنوب لویدیزه قبايلي سیمه کې د سخت دریزو وسله والو د یوه مهم قوماندان پر کور برید کړی.

راپورونه وايي، په دې حمله کې د څو تنو مهمو قوماندانانو په ګډون ګڼ شمير سخت دریزي وژل شوي یا ټپیان دی.

پاکستاني مقامات وايي، دا حمله نن سهار د جنوبي وزیرستان دمرکز واڼه په اړوندو کې د قوماندان ملنګ پر کور وشوه.

یوه ځايي دولتي مسوول د خپل نوم نه خپرولو په شرط وویل، قوماندان ملنګ د ملا نذیر په مشرۍ د سخت دریځې وسله والې ډلې دسر سړی او مهم قوماندان دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې په دې حمله کې د قوماندان ملنګ په ګډون لس تنه سخت دریزي چې ناڅرګند شمیر نور قوماندانان هم پکې شامل دي وژل شوي او څو تنه نور يې سخت ټپیان دي.

خبرځای زیاتوي، چې د ملانذیر ډلې دمرکزي شورا یوشمیر مهمو اود سړیو د قوماندان ملنګ په کور کې مهمه غونډه درلوده، چې ناڅاپه پرې بې پيلوټه الوتکو دوه توغندي وتوغول.

د راپورونو له مخې یو توغندی د قوماندانانو د ناستې پر ځای او بل يې پر موټر ولګید.

په عین حال کې یوې بلې دولتي سرچینې بیا د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ وویل، چې تر دې مهاله يې د پينځو تنو د وژل کیدا او لسو نورو د ټپي کیدا راپور ترلاسه کړی.

دغه مقام چې نه يې غوښتل نوم يې واخیستل شي وویل، لومړني شواهد ښيي، چې په دې حمله کې پینځه تنه سخت دریزي وسله وال وژل شوي او د قوماندان ملنګ په ګډون لس تنه نور ټپيان دي، چې ډیری يې عالي رتبه قوماندانان ښوول شوي.

دولتي مقاماتو لا په دې باب څه نه دي ویلي، خو یوې باخبره ځايي سرچینې ازادي راډيو ته وویل، چې دغه سخت دریزي وسله وال د قوماندان ملنګ کره د تعزیت لپاره راغونډ شوي و چې ناڅاپه پرې برید وشو.

سرچینه وايي تر دې وړاندې د شنبې په ورځ د قوماندان ملنګ کشر ورور چې نوموړی هم د ملانذیر ډلې له مهمو قوماندانو ګڼل کیده د بې پيلوټه الوتکو په یوه ورته حمله کې وژل شوی.

ملانذیر چې د حکیم الله محسود په مشرۍ د پاکستاني طالبانو ډلې ته ورته نظریات او تګلاره لري په جنوبي وزیرستان کې یو زیات شمیر وسله وال جنګیالي لري او ویل کیږي چې په افغانستان کې هم وسله وال فعالیتونه ترسره کوي.

په دې وروستیو کې پر وزیرستانونو د بې پيلوټه الوتکو بریدونو په داسې حال کې زور اخیستی، چې د امریکا د متحدو ایالاتو او پاکستان ترمنځ د همدې بریدونو په ګډون د یولړ نورو مسایلو پر سر راپورته شوي جنجالونه ورځ تر بلې مخ پر زیاتیدو دي.

پاکستان چې په مومندو قبايلي سیمه کې پر خپلې یوې سرحدي پوستې د امريکايي هلیکوپترو تر برید وروسته چې ۲۴ پوځيان پکې ووژل شول دناټو اکمالاتي لار تړلې او هم يې له امريکاسره استخباراتي او نورې همکارۍ ځنډولي.

د دې لارې د بیرته پرانستو او د تروریزم پرضد جګړه کې د همکارۍ بیرته پیلولو لپاره د پاکستان په شرایطو کې یو يې هم د بې پيلوټه الوتکو دبریدونو بندول دي، چې د پاکستاني مقاماتو په خبره د ګټې پرځای يې زیانونه ډیر لیدل شوي

په عین حال کې امريکا بیا دغه بریدونه یواځې د سخت دریزو پرضد ګڼي او وايي، چې په تیرو اتو کلونو کې يې د پام وړ پایلې درلودلي دی.
XS
SM
MD
LG