د کاناډا ددفاع وزیر پیتر مکي وايي، د افغانستان خلک له جګړې څخه ستړه شوي دي او د هغه په وینا دې پوره باور لري؛ چې افغانان به اخر یوې دوامداره سولې ته ورسیږي.
نوموړي له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي؛ د افغان امنیتي ځواکونو ظرفیت مخ په لوړېدو دی او له ۲۰۱۴ کال پورې به چې نړیوالو ځواکونه له دې هیواد اووځي، د افغان سرتیرو توانمندي به د پام وړ اندازې سره زیاته شي.
کاناډا چې له ناټو تړون څخه د بهر هیواد په توګه يې په افغانستان کې زیات سرتیري درلودل په ۲۰۱۱ کال کې په دې هیواد د خپل جنګي ماموریت پای اعلان کړ.
دا هېواد په افغانستان کې دا مهال نهه نیم سوه سرتیري لري؛ چې زیاتره يې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې چارې پر مخ وړي.
له دې نه وړاندې شاوخوا ۳ زره کاناډايي سرتیري په افغانستان کې وو؛ چې اکثره يې په قندهار ولایت کې ځای پر ځای وو.
د کاناډا ددفاع وزیر له رویترز اژانس سره په خبرو کې ویلي؛ هیواد يې او ناټو تړون په افغانستان کې د طالبانو د رژیم له نسکوریدو وروسته د وسله والو یاغیانو ضد جګړې په برخه کې زیات څه زده کړي دي.
د پیتر مکي په وینا د افغانستان ماموریت او تیر کال پر لیبیا باندې د ناټو هوايي بریدونو ته په پام؛ سره دا تړون باید هغه اصلاحات او بدلونونه راولي؛ چې د نړیوالو امنیتي مسالو لپاره اړین دي.
هغه ویلي، داسې ښکاري چې په ناټو تړون کې د اصلاحاتو لپاره لیوالتیا موجوده ده او باید چې د دې لپاره د افغانستان او نورو پوځي ماموریتونو څخه اخستل شوي درسونه په پام کې ونیول شي.
نوموړي ویلي، په داسې حال کې چې متحده ایالاتو خپله پاملرنه په اسیا کې امنیتي مسالو ته ته زیاته کړې او د ناټو غړو هیوادونو خپله دفاعي بودیجه کمه کړې، پوښتنه دا ده چې د ۲۰۱۳ کال په اوږدو کې افغان ځواکونو ته د امینتي مسولیتونو له سپارلو وروسته به د نړۍ په امنیتي مسالو کې د ناټو تړون رول څه وي؟