د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۸

د سولې عالي شورا هڅه کوي په هېواد کې د سولې بهیر ګړندی کړي


د سولې د عالي شورا د بهرنیو اړېکو سلاکار اسماعیل قاسمیار
د سولې د عالي شورا د بهرنیو اړېکو سلاکار اسماعیل قاسمیار
افغان حکومت په پام کې لري، چې په راتلونکو څو میاشتو کې په هیواد کې د سولې او پخلاینې بهیر ګړندي کړي.

د سولې د عالي شورا چارواکي وايي، چې د دې هڅو په لړ کې په پام کې ده، چې د سولې د عالي شورا مشر له یو پلاوی سره سعودی عربستان او وروسته پاکستان ته سفر وکړي.


که څه هم تراوسه دا نه ده څرګنده، چې د سولې د عالي شورا مشر به ریاض او اسلام اباد ته کله خپل سفر پیل کړي، خو د دې شورا غړی هیله څرګندوي، چې دا سفرونه به په هیواد کې د سولې او پخلاینې په هڅو ځانګړې اغیز ولري.

د سولی د عالي شورا مشر صلاح الدین رباني ریاض او اسلام اباد ته په داسې حال کې سفرونه کوي، چې د کابل او واشنګټن تر منځ د ستراتیژیکو همکاریو د سند له لاس لیک وروسته د سولې خبرې په ټپه ودریدلې.

د سولې د عالي شورا د بهرنیو اړېکو سلاکار اسماعیل قاسمیار وایي، دا چې سعودي عربستان د طالبانو د واکمنۍ ملاتړی هېواد و؛ په افغانستان کې د سولې په خبرو کې به یې هڅې هم مهم رول ولري.

″د عربستان سعودي پادشاه هم غواړي، چې د طالبانو او نورو وسله والو مخالفینو مشران چمتو شي، چې د سولې له عالي شورا سره د سولې خبرې پیل کړي.

د عربستان دا اقدام د طالبانو په رهبرۍ او په پاکستان باندې ډېره اغیز لري، اوس دا موضوع تر غور لاندې ده، چې د سولې د عالي شورا مشر د یو پلاوي په مشرۍ سعودي عربستان ته لاړ شي، چې څنګه د سولې په اړه عملي ګامونه اوچت شي خبرې وکړي.″

د سولې عالي شورا په ورته وخت کې غواړي، چې د سولې له بهیر سره د وسله والو طالبانو د یوځای کولو په برخه کې ترکیه، قطر سعودي عربستان او ځینې نور هیوادونه را ګډ کړي.

د سولې شورا داسې مهال د خپلو نویو هلو ځلو خبر ورکوي، چې څه باندې یوه میاشت مخکې د امریکا او طالبانو ترمنځ په قطر کې د سولې خبرې په ټپه دریدلې دي.

ښاغلی قاسمیار وایي، چې ممکن په نږدې راتلونکي کې دا خبرې بیا د دواړو لورو ترمنځ پیل شي، ځکه چې دواړه دا خبرې د خپلو ګټو لپاره کوي.

ښاغلي قاسمیار وایي، چې اسلام اباد ته به د دې شورا د مشر سفر تر ډیره د پخلاینې له بهیر سره د دغه هیواد په عملي همکاریو متمرکز وي.

″بل خوا موږ له ګاونډیو هیوادونو سره لکه له پاکستان سره تماس لرو، تګ او راتګ مو ترمنځ موجود دی.

په نږدې راتلونکي کې زموږ مشر له یو پلاوي سره پاکستان ته هم ځي، چې د سولې په اړه به خبرې وکړي، زه فکر کوم، چې انشا الله دا به ګټورې وي.″

افغان حکومت داسې مهال له پاکستان څخه د سولې په بهیر کې د مرستې غوښتنه کوي؛ چې پاکستان له دې بهیر سره د همکارۍ لپاره خپله یوه ژمنه هم نه ده پوره کړې.

په ورته وخت کې ویل کیږي، چې تمه ده، د پاکستان صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیره هم په نږدې راتلونکې کې کابل ته سفر وکړي؛ خو تراوسه د دې سفر د دقیقې نیټې په اړه هم څه نه دي ویل شوي.

راپور: ذکیه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG