د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۵

″د بې سرپرسته ماشومانو د ستونزه حل ته پاملرنه نه ده شوې″


د ښځو چارو وزیره حسن بانو غضنفر
د ښځو چارو وزیره حسن بانو غضنفر
د ښځو چارو وزارت په وینا په هېواد کې یو میلیون بې سرپرسته ماشومان موجود دي، چې دامهال یې ژوند له ناوړه حالت سره مخامخ دی.

د ښځو چارو وزیرې میرمن حسن بانو غضنفر د شنبې په ورځ د ماشوم د نړیوالې ورځې د لمانځ غونډې په څنډه کې له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې په یو شمیر ادارو انتقادونه وکړل، چې د ماشومانو د ژوند د ښه والي لپاره یې څه نه دي کړي.

میرمن غضنفر د افغانستان د ښه راتلونکي لپاره ماشومانو ته پاملرنه اړینه وبلله او ویې ویل، چې په دې برخه کې باید زیات څه وشي.

″شوي کارونه بسینه نه کوي، نه تنها بسینه نه کوي، بلکې موږ په یوه ډېره ټیټه کچه کې یو، تقریباً موږ له صفر نه کار شروع کړی او زیات پورته هم نه یو تللي، زموږ ماشومان لپاره ډیر کم کار شوی دی.″

د ښځو چار وزارت د دبې سرپرسته ماشومانو په ژوند باندې په داسې حال کې اندېښنه ښکاره کوي؛ چې ځینې شمېرې ښیي، چې اوس مهال په افغانستان کې ۶ میلیونه ماشومان له خطر سره مخامخ دي او درانه کارونه کوي.

که څه هم د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، چې له یونسف ادارې سره یې په همکارۍ کې یوازې دوه نیم میلیونه ماشومان د خپلو پروګرامونو تر پوښښ لاندې راوستلي دي.

د ښځو چاروزارت د چارواکوي په وینا یوکال وړاندې د دې وزارت له خوا د بې سرپرسته ماشومانو د ژوند د خوندي کولو لپاره قانون جوړ کړی؛ چې په پلي کېدو سره یې د ماشومان په ژوند کې اسانتیاوې رامنځ ته شوې دي.

خو په ورته وخت کې یوشمېر هغه ماشومان، چې سرپرست نه لري او د ژوند له لومړنیو حقوقو څخه هم بې برخې دي، د یوې مړۍ ډوډۍ د پیداکولو لپاره پرسړکونو باندې درانه او له وسه پورته کارونه کوي.

دوی وايي، چې د ماشوم نړیواله ورځ له سره پيژني هم نه، دوی چې له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې له حکومت څخه غوښتنه کوله؛ چې د ژوند اسانتیاوې دې ورته برابرې کړي.

″۱- زما نوم عبید دی. د اووم ټولګي زده کوونکی یم، اوه کاله کیږي، چې پلار مې وفات شوی د بهرنیانو کمپ سره دلاس بندونه او دست مالونه پلورم. له دولت نه غواړم، چې زموږ ژوند ته پام وکړي زه دعمر ترپایه نه شم کولای دغه کارونه وکړم، کارنشته پولیس مو یوه او بله خوا پسې اخلي او کارونو ته مو نه پریږدي.

۲- نوم شفیع دی. پخوا مې درس لوست، اوس مې پریښی، ځکه اقتصاد مو ډیر کمزوی و، ومې نه شوکولای، چې درس ولولم، مشر ورور مې و، هغه رانه بېل شوی، دلته راځو پر بهرنیانو شیان پلورو او له هغه څخه خپلې ورځنۍ چاره پوره کوو.

له دولت غواړو، چې زموږ په حال دې ورحمیږي، که چېرې حالت همداسې وي، دغه ټول کسان چې اوس دلته ولاړ دي، سبا ورنه غله او کوڅه ډ‌بي جوړیږي.″

د کتونکو په وینا د یو پرمختللي او ځواکمن هېواد لپاره په کا رده، چې ماشومانو اوتنکیو ځوانانو ته پاملرنه وشي.

د دوی په وینا که چیرې د ماشومانو لومړنیو حقوقو ته پاملرنه وشي، د ښوونې او روزنې اسانتیاوې ورته برابرې شي او د ذهني ودې لپاره یې لازمې هڅې وشي، نه یواځې د خپلې کورنۍ د هوساینې سبب به وګرځي بلکې د هېواد په ابادۍ او پرمختګ کې به هم د پوره ونډه واخلي.

راپو: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG