د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۹

د مصر پخوانی ولسمشر حسن مبارک په عمري بند محکوم شو


د مصر پخوانی ولسمشر حسني مبارک
د مصر پخوانی ولسمشر حسني مبارک
د مصر پخوانی جمهور رییس حسني مبارک د سوله یېزو مظاهره کوونکو په وژنو کې د لاس درلودلو په جرم، نن په عمري بند محکوم شو.

محکمې د مصر د کورنیو چارو پخواني وزیر ″حبیب العدلي″ ته هم ورته سزا ورکړې وه.

قاضي ″احمد رفعت″ وویل، د مبارک د دوو زامنو ″علا″ او ″جمال″ مبارک پر ضد د ادارې فساد تورونه لیري شوې او پخوانيو شپږو پولیس چارواکو برائت حاصل کړ.

د محاکمې جریان له تلویزیون څخه خپریده او د حکم له صادریدو وروسته په محکمې کې اخ وډب هم رامنځ ته شو. د محکمې په داخل کې کسانو د حکم پر ضد نارې وهلې او ویل یې: “دا حکم بې اعتبار دی.”

له محکمې بهر خلکو، د قاضي په حکم خوښي ښودله او د الله اکبر نارې یې وهلي.

مبارک لومړنی عرب مشر دی، چې د خپلو خلکو له خوا محاکمه کیږي.
XS
SM
MD
LG