انګلستان چاپ انډپنډنټ ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې په افغانستان کې د ښځو د زده کړې او ژوند په اړه دوه مضمونونه لیکلي دي.
ورځپاڼې د طالبانو د رژیم له ړنګیدو راهیسې د افغان انجونو د تعلیم په برخې کې د پرمختګونو یادونه کړي او لیکې: د طالبانو په وخت کې یو میلون کوچنیان ښوونځیو ته تلل او په دوی کې یوازې پنځه زره انجونې وې، دا مهال د شپږ میلیون او اوه لکو زده کوونکو دوه نیم میلیونه انجونې دي.
انډپنډنټ لیکي که چیرې طالبان یو ځل بیا د افغانستان سیاسي ډګر ته داخل شي، ممکن انجونې او ښځې له ستونزو سره مخامخ کړې او دا لاسته راوړنې باید له لاسه لاړې نشي.
ورځپاڼه په یوه بل مضمون کې په افغانستان کې د ښځو د موجودو ستونزو په اړه لیکې، په افغانستان کې عنعنات او رواجونه او د انجونو د مسموم کیدو دا وروستۍ پېښې سترې ستونزې دي او ښوونځیو ته د زیات شمېر انجونو د تلو مخه یې نیولې ده.
د سولې او جګړې انسټيټیوټ خپرونې د افغانستان په ملي شوری کې د امریکا او افغانستان تر منځ د ستراتیژیکې همکارۍ د تړون د تصویب په اړه یوه مقاله لیکلې ده.
خپرونه لیکي، یو شمېر افغانان لا هم د دغه سند په اړه اندیښنې لري او نه پوهیږي؛ چې امریکا به د افغانستان په راتلونکې کې څه ډول ونډه ولري.
یو شمېر افغانان اندیښمن دي، چې د دغه سند پواسطه به امریکا ته دا فرصت برابر شي، چې له افغانستان څخه په ګاونډیو هیوادونو حمله وکړي او دا کار په سيمه کې د افغانستان دریځ له ګواښ سره مخامخ کوي.
خپرونه زیاتوي، ایران له دي سند سره زیات مخالت کوي او دغه راز پاکستان هم د امریکا او افغانستان تر منځ د ستراتیژیکې همکارۍ په تړون خوښ نه دی.
د سولې او جګړې انسټیټیوټ خپرونه د افغان کارپوهانو له خولي لیکي؛ په ولسي جرګې کې د دغه مهم سند د تصویب یو علت ممکن د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو مخالفت وي.
خپرونې د سیاسي چارو د کارپوه او د افغانستان د قانون پوهانو د ټولنې د غړي عبدالسار سعادت خبره راخیستي چې وایي، افغانان له ایران او پاکستان څخه کرکه او نفرت لري او دا سند د هغې ناروغۍ لپاره د ترخو درملو مثال لري؛ چې افغانان ورسره مخامخ دي.
د سولې او جګړې انسټیټیوټ خپرونې د بل سیاسي څیړونکې فضل الرحمن اوریا خبره هم راخیستی؛ چې وایي، د افغانستان او امریکا تر منځ د ستراتیژیکې همکارۍ تړون به په افغانستان کې د ایران او پاکستان نفوذ راکم کړي او په راتلونکي کې به افغانستان د خپلو ګاونډیانو په څنګ کې د یوه قوي هیواد په توګه راڅرګند شي.
د ښاغلی اوریا په وینا، افغانستان به په سمیه کې د امریکا لپاره د پاکستان او ایران رول ولوبوي او د دغه سند په عملي کیدو سره به افغانستان په یوه سیمه ييز قوت بدل شي.