د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۷

په خوست کې د ناټو ځواکونو پر اډې ستره ډله ییزه وسله واله حمله شوې


په افغانستان کې میشت نړیوال ځواکونه وايي، چې په خوست کې یې د تازه عملیاتو په ترځ کې څوارلس وسله وال وژلي دي.

پرون (جمعه) د وسله والو یوې ډلې په خوست کې، د نړیوالو ځواکونو پر اډه حمله وکړه، چې په وروستیو کې د وسله والو له تیرو حملو بلل کیږي.

د ناټو د ځواکونو (ایساف) یوه ویاند ویلي دي، چې حمله کونکو د انتحاري حملو ځانګړی واسکټونه اغوستي او لاسي بمونه هم ورسره وو.

دا په وروستیو څو اونیو کې، پر نړیوالو ځواکونو تر ټولو ستره ډله يیزه حمله ده.

د ایساف په وینا، لږترلږه څورالس تنه حمله کونکي وژل شوي دي، خو نړیوالو او افغان امنیتي ځواکونو ته تلفات نه دي اوښتي.

خوست چې له پاکستان سره سرحد لري، د حقاني شبکې د وسله والو د فعالیت له عمده ځایونو بلل کیږي، چې پاکستان ته په تګ راتګ کې دي.

وسله والو طالبانو د حملې مسوولیت اخیستی دی، وايي، چې له چاودیدونکو موادو څخه د ډکو موټرو په وسیله یې حمله کړې وه.

د پیښې عین شاهدان وايي، چې اول په سیمه کې چاودنه وشوه، دود خپور شو او بیا د سپکو وسلو ډزې تر ډیرو اوریدل کیدې.
د پيښې عیني شاهدانو او حملې ته د نږدې سیمې یو شمېر اوسیدونکو د ازادي راډيو ته وویل؛ چې په دې حمله کې ملکي کسان زخمیان شوي دي او د خلکو کورونه تخریب شوي دي.

د رویټرز اژانس په حواله، لکه څرنګه چې نړیوال ځواکونه وايي: داسې کم پيښيږي چې د څوارلسو وسله والو یوه ډله، په یوه وخت د امنیتي ځواکونو پر اډه حمله وکړي.

تر دې مخکې د وسله والو ډلو په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم په دولتي تاسیساي او پوځي مرکزونو حملې کړې دي.

د امریکا متحد ایالات وايي، چې دا حملې تر ډيره حده د حقاني د شبکې له خوا تنظیمیږي. داسې ګمان کیږي، چې د حقاني شبکې وسله وال به د پاکستان د پولې پورې غاړې سیمو کې خوندي وي.

په خوست کې د ناټو د ځواکونو پر پوځي اډه، دا حمله د جمعې په ورځ له غرمې وروسته شوې وه. وسله والو طالبانو ادعا کړې وه، چې نړیوالو ځواکونو ته زیات تلفات رسیدلي دي، خو په بګرام کې د نړیوالو ځواکونو له مرکز څخه خپرې شوې اعلامیې دا یوه ناکامه حمله بللې ده.
XS
SM
MD
LG