د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۱

د سوریې بحران باید له سیاسي لارې حل شي


له ښي خوا- د جرمني صدراعئمه انګیلا مېرکل او د روسنیې ولسمشر ولادمیر پوتین
له ښي خوا- د جرمني صدراعئمه انګیلا مېرکل او د روسنیې ولسمشر ولادمیر پوتین
د جرمني صدراعظمې انګیلامیرکل پرون (جمعه) د روسیې له دې نظر سره خپله موافقه اعلان کړه، چې د سوریې د بحران د حل لپاره باید د سیاسي حل لاره وموندل شي.

میرکل په برلین کې د روسیې له ولسمشر ویلادیمیر پوتین سره په خبري کنفرانس کې وویل؛ چې نړیوال باید په سوریه کې د روان بحران د حل لپاره لاس یو کړي.

̎ټول هیوادونه باید پوره هڅې وکړي، تر څو په سوریه کې روان بحران په کورنۍ جګړه بدل نه شي او خلک تر دې زیات ونه کړیږي. موږ پر دې موافقه وکړه، ما د جرمني په استازتیوب دا خبره کړې ده.̎

د رپوټونو پر اساس په سوریه کې د حاکم رژیم پر ضد د خلکو د اعتراضونو له پيل راهیسې لږترلږه لس زره کسان وژل شوي دي، چې زیات یې ملکي خلک دی.

غربي دولتونو تیره اونۍ د دې هیواد په ̎حوله̎ ښارګوټي کې د لږترلږه ۱۰۸ تنو د قتل عام په وړاندې په غبرګون کې̎ پر دمشق د فشار زیاتولو غوښتنه وکړه.

خو روسیه د بشار الاسد د رژیم په ضد د ملګرو ملتونو د شدیدو اقداماتو مخالفت کوي. غربي هیوادونه د دې مخالفت د له منځه تلو لپاره، پر روسیې د فشار زیاتولو هڅې کوي.
سوریه له روسیې سره د اوږدې مودې اړیکي لري، دمشق په سیمه کې د روسي وسلو له سترو خریدارانو دی.

د امریکا د بهرنیوچارو وزیرې د پنجشنبې په ورځ خبر داری وکړ؛ چې د روسیې دا دریځ په سوریه کې د کورنۍ جګړې له پيل سره مرسته کولای شي.

خو د روسیې جمهور ریس ویلادیمیر پوتین، په برلین کې خبري کنفرانس ته وویل، چې د روان بحران په ترځ کې یې نه د بشار الاسد ملاتړ کړی او نه یې هم داسې وسلې ورباندې پلورلې چې په کورنۍ جګړه کې وکارول شي.

̎ولې هغه ادعاګانې، چې روسیه د یوه مشخص رژیم یا لوري ملاتړ کوي، ناسمې دي. موږ ډیر کلونه له سوریې سره ښه روابط درلودل، خو اوس د یوه لوري ملاتړ هم نه کوو.̎

د روسیې د حکومت ویاند د روانې اونۍ په پيل کې وویل، چې مسکو په سوریه کې د پوځي مداخلې مخالفت کوي او د غربي هیوادونو ترفشار لاندې نه راځي.

د جمهور ريیس په توګه ترټاکل کېدو وروسته، دا جرمني ته د ویلادیمیر پوتین اول رسمي سفر دی.

جرمني ته په دې سفر کې، پوتین په اروپايي مارکیټونو کې د خپل هیواد لپاره د زیاتوامکاناتو پرترلاسه کولوهم ټينګار وکړ.

جرمني په اروپايي اتحادیه کې د روسیې له سترو تجارتي شریکانو څخه شمیرل کیږي.

د دواړو هیوادونو مشرانو پر اقتصادي مسایلو هم خبرې وکړې. د جرمني صدراعظمې وویل، چې له ویلادیمیر پوتین سره په خبرو کې د ایران اټمي لانجه هم یاده شوې ده.

روسیې د ایران په ضد هم د غربي هیوادونو په وړاندیز، د ملګرو ملتونو له بندیزونو سره مخالفت کړی دی.
XS
SM
MD
LG