د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۸

په خوست کې د ایتلافي ځواکونو له اډې بهر بمي چاودنه شوې


افغان چارواکې وایي، یوه ځان وژونکې د موټر پواسطه او نورو وسله والو د پاکستان پولي ته نږدې په خوست ولایت کې د ناتو ځواکونو په اډې حمله کړې ده.

راپورونه وایي، په دې پیښې کې لږ تر لږه ۷ تنه ملکیان وژل شوي دي. د وژل شوېو شمېر په رسمي ډول نه دی تائید شوی.

طالبانو د نننۍ حملې مسولیت په غاړه اخیستی دی.

ناتو هم تائید کړې، چې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو په یوې اډې باندې وسله والو حمله کړې، خو د ځای په اړه یي څه نه دي ویلي.
XS
SM
MD
LG