د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۷

استرلیا به په روزګان له امريکايي پوځيانو د امنيتي چارو قومانده واخلي


استراليا پرون وويل، چې په روزګان ولايت کې به له امريکايي پوځيان د امنيتي چارو قومانده واخلي.

استراليا په افغانستان کې شاوخوا ۱۵۵۰ سرتېري لري، خو اصلي تمرکز يې د افغان ځواکونو په روزلو باندې دی.

حاضردمه په دې ولايت کې د امنيتي چارو مسووليت د امريکايي پوځيانو په غاړه دی، خو ټاکل شوې چې د سږ کال تر پايه افغانستان ځواکونو ته انتقال شي.

استراليا په داسې حال کې د روزګان ولايت د امنيتي چارو قومانده په غاړه اخلي چې افغان ځواکونه د دې ولايت د ټولو امنيتي چارو د ترلاسه کولو لپاره تياري نيسي.

د استراليا د وسله والو قواوو لوي درستيز ډيويډ هرلي وويل، دا بدلون به، چې مخکې د استراليا کابينې تصويب کړي، افغان امنيتي ځواکونو ته د امنيتي چارو د سپارلو او د خپلو پوځيانو او وسلو د ايستلو مسووليت استراليا ته ورله غاړې کړي.

استراليا په افغانستان کې شاوخوا ۱۵۵۰ سرتېري لري او په روزګان ولايت کې يې اصلي تمرکز د افغانستان د ملي اردو د ځواکونو روزنې او څارنې ته دي.

تر اوسه پورې په افغانستان کې ۳۲ استراليايي پوځيان وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG