د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

د سالنګ پر لارې د فشار د کمښت لپاره پر متبادلو لارو غور کیږي


د افغانستان د فوايد عامې وزير وايي، چې د سالنګ پر لويې لارې د موټرو د ترافيک د فشار د کمولو لپاره د هېواد د شمال او جنوب ترمنځ د متبادلو لارو د جوړولو پر پلان غور روان دي.

د فوايد عامې وزير نجيب الله اوژن پرون په داسې حال کې چې د سالنګ د لارې د ستونزو د کتنې لپاره سيمي ته سفر کړی و، ازادۍ راډيو ته په ټېلفوني مرکه کې وويل، د هېواد د شمال او جنوب ترمنځ د ترانسپورتي اسانتياوو د زياتولو لپاره پر څلورو انتخابونو کار کوي.

ده وويل، چې اوس د سمنګان له دره صوف څخه باميان ته د سړک پر جوړولو کار روان دی او په پام کې ده چې دا سړک پر شکاري درې تېر او د دايکنډي له طريقه کندهار ته ورسول شي.

نجيب الله اوژن پرون ازادۍ راډيو ته وويل، د سالنګ پر لاره د موټرو د ترافيک د زياتوالي او په ژمي د واورو د اورېدو له کبله د دې لارې د بندېدو په خاطر د متبادلو لارو د جوړولو کار تر څېړنې لاندې دی، ښاغلي اوژن وويل:

"همدا اوس پر څلورو پلانونو او بديلونو مطالعه روانه ده.

يوه متبادله لار د شيبر ده، چې پر شکاري درې او دوشي تېرېږي، بل بديل د شمال- جنوب لار ده چې له درې صوف څخه يکاولينګ، باميان ته راځي او بيا تر کندهار او سپين بولدک پوري رسېږي، خو دا پروژه ډېر وخت ته اړتيا لري.»


ده همدا راز خاواک کوتل بله متبادله لار وبلله، چې له اندرابه تېرېږي او پنجشېر ته رسېږي.

د فوايد عامې وزير دا هم وويل، چې د سالنګ دوهم تونل هم تر غور لاندې دی. دا تونل له اقتصادي نظره څېړل کېږي.

ده وويل، چې اوس عملاً د سمنګان له درې صوف څخه د باميان تر يکاولنګ پورې د سړک پر جوړېدو کار روان دی او په پام کې ده چې دا سړک به د دايکنډي له لارې تر کندهاره پورې ورسول شي:

«د دې سړک لپاره بودجه هم لرو او کار يې هم پيلېږي.»

ده د سالنګ د اوسنۍ لارې وضعيت ناوړه وباله ويې ويل، دا سړک او تونل په ورځ کې د شاوخوا دوه نيم زرو موټرو د تګ راتګ لپاره جوړ شوي و، خو اوس د ورځې شپږ زره نقليه وسايل پرې تګ راتګ کوي او همدا علت دي چې د فوايد عامې وزارت د دغه سړک د ترميمولو لپاره فرصت نه مومي.
XS
SM
MD
LG