د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۶

"د افغان کډوالو په اړه د عوامي نیشنل ګوند پریکړه د تمې خلاف ده"


یو شمېر افغان کتونکي له خیبر پښتونخوا څخه د افغان کډوالو د فوري ایستلو په نیت د عوامي نیشنل ګوند د مشرانو پریکړه، د افغانانو د تمې خلاف ګڼي.

زیاتره افغان کتونکي، چې د موضوع په هکله له ازادۍ رادیو سره خبرې کوي وایي چې اوسمهال د پاکستان په بېلابېلو ایالتونو کې افغان کډوال میشت دي، خو کومه پریکړه چې د عوامي نیشنل پارټي واکمن ایالتي حکومت د افغان کډوالو په هکله کړې، د افغانانو په وړاندې یي د دې ګوند دریځ له پوښتنو سره مخ کړی دی.

په پاکستان کې پخوانی افغان دیپلومات احمد سعیدي وایي:

«عوامي نیشنل پارټي چې د افغانستان دوسته شمېرل کېده، اوس همدې دوست پریکړه کړې چې افغان کډوال دې له خیبر پښتونخوا څخه وځي، د دې پارټی مشرانو به ویل، موږ ټول یو، یو، یو ځای به ترقي کوو او که سخته راغله یو ځای به مړه کېږو، خو اوس چې حیدرخان هوتي د نیشنل پارټی پر مټ ایالاتي وزیر اعلی دی، د افغانستان او عوامي نیشنل ترمنځ یي دوستی هیره کړه.

د پاکستان له بل ګوند څخه ګیله نه کوو، بلکې د دې ګونډ څخه ډیره ګیله کېدای شي، د دې ګوند له مشرانو سره د افغانستان ټولو حکومتونو مرستې کړي دي، خو نن چې په افغانانو سخته راغلی، دا ګوند ورسره نه یوازې دا چې مرسته نه کوي بلکه ورته امر کوي چې له خیبر پښتونخوا څخه ووځي»


افغان کتونکې دا هم وایي، عوامل نیشنل پارټی د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان له حکومتونو سره د دوستی او ورورۍ په فضا کې ژوند کړی او هرکله چې دا ګوند له کومې ستونزې سره مخ شو، افغان حکومتونو ورسره مرسته کړې ده.

د نظر خاوندان زیاتوي، د دې ګوند وتلو مشرانو لکه اجمل خټک، افراسیاب خټک، خان ولي خان، نسیم ولي، هیڅکله ځانونه له افغانانو جلا نه دي ګڼلي.

ځیني یي کلونه کلونه په افغانستان کې داسې اوسیدلي، لکه په خپل کور کې اوسیدل.

خدای بخښلي پاچا خان چې په جلال اباد ښار کې ښخ دی، پښتانه او افغانان یو تن او بدن ګاڼه، خو اوس چې د دوي کشران د ایالتي حکومت ګدۍ ته پورته شوي، د افغان کډوالو پر وړاندې یي وروستۍ پریکړه دا ښيي چې، ګواکې دوي د لرو بر ګډ تاریخي او فرهنګي اړیکو، ګډې ژبې، ګډ درد او خوشحالیو ته په درنه نه ګوري.

د افغانستان د کډوالو چارو وزیر همدا اوس پاکستان ته تللی چې د ستونزې په هکله له پاکستاني چارواکو سره وویني.

د بهرنیو چارو وزارت هیله ښيي چې پاکستان په روانو حالاتو کې د افغانستان ستونزو ته پام وکړي او د افغان کډوالو پر وړاندې له نرمښته کار واخلي:

«په دی برخه کې د افغانستان، پاکستان او د ملګرو ملتو رسمي ګډه پریکړه شته، د پریکړې له مخې افغان کډوال باید د پاکستان څخه په داوطلبانه توګه ووځي او د سند بله ماده داسې ده چې د افغانانو له ایستلو مخکې باید دوي ته په هېواد کې دننه د ژوند شرايط برابر شي.

بیا هم هڅې روانې دي، چې د پاکستان ایالتي حکومت د افغانانو ستونزې په پام کې ونیسي او په خپل دریځ کې نرمښت راولي.»


عام افغانان د خیبرپښتونخوا د ایالتي حکومت پریکړه، بیړنۍ ګڼي:

«زما نوم عزیزاله دی، افغانانو په خیبر پښتونخوا کې دیرش کاله تیر کړل، هلته یي کاروبار دی، ژوند یي ور پورې تړلی او خپلو پښتنو سره یوځای اوسیږي.

عوامي نیشنل پارټی د پښتنو ده، نن یي ایالتي حکومت په لاس کې دی، باید افغانانو سره داسې چلند ونه کړي، ځکه چې افغانان اوس مهال په هېواد کې د امکاناتو د نه لرلو له امله اماده نه دي چې هېواد ته ستانه شي.

زموږ ګیله راځي چې، د پښتنو ګوند افغان کډوالو ته وایي، چې ژر شﺉ له خیبر پښتونخوا ووځﺉ »


د ملګرو ملتو د کډوالو د چارو د دفتر د معلوماتو له مخې اوس مهال د پاکستان په مختلفو ایالاتو کې کابو دوه میلیونه افغان کډوال اوسیږي او د افغانستان پاکستا ن او د دوي دفتر په ګډو رسمي ناستو کې پریکړه شوې چې افغان کډوال به د افغانستان د شرایطو په پام کې نیولو سره، په داوطلبانه توګه په عزت سره هېواد ته ستنیږی نه په زور.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG