د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۰

بلوچستان کې له وسلو بار دوه موټره ونیول شول


د بلوچستان په کچلاغ کې پوليسو له وسلو او چاودېدونکيو موادو ډک دوه موټر نيولي
د بلوچستان په کچلاغ کې پوليسو له وسلو او چاودېدونکيو موادو ډک دوه موټر نيولي
د بلوچستان مرکز کوټې ته نژدې په کچلاغ سيمه کې پوليسو په وسلو او نورو چاودېدونکيو موادو بار دوه موټر کشف کړي او اووه تنه يې ورسره نيولي دي چې وايي، درې تنه يې افغانان دي.

د کوټې ښار شمال لور ته په شاوخوا پينځويشت کيلوميټرۍ کې د کچلاغ په سيمه کې پوليسو د چارشنبې په شپه په وسلو او چاودېدونکيو موادو ډک دوه موټره کشف کړل.

د کوټې د پوليسو مشر مير زبير پرون په کچلاغ سيمه کې خبري غونډې ته د دغې وسلې د ښکاره کولو پر مهال وويل، چې له دغې وسلې سره يې اووه کسان هم نيولي دي او پلټنې ورڅخه روانې دي:

"د ترهګرۍ په خلاف چې د کوټې د پوليسو کومو مبارزه ده، په دې ترڅ کې مو وړمه شپه لويه کاميابي په برخه شوې ده، د شپې ناوخته سهارګاه مهال زموږ پوليسو- چې ګزمه يې کوله- پټ مالومات تر لاسه کړي وو، چې دوه مشکوک موټر د کوټې خواته را روان دي، نو دوي نه يواځې دغه موټر نيولي چې له وسلو، چاودېدونکيو موادو او د هغوي د کارولو له اجزاوو ډک وو، بلکې اووه ننه مجرمين يې هم ورسره نيولي دي."

د پوليسو مشر مير زبير رسنيو ته د کشف کړې وسلې په اړه وويل، چې په دغو وسلو کې شپږ زره ريموټ کنټرول بمونه، ۱۲۵ ماينونه، د ډيټونيټر په نامه درې زره چاودونکي اجزا، دوه زره کيلوګرامه چاودېدونکي مواد او يوه اندازه نوره سپکه او درنه وسله شامله ده. دۀ وويل چې دغه چاودېدونکي توکي له ږوب سيمې څخه کوټې ښار ته د ورانکارۍ لپاره راوړل کېدل، خو د کچلاغ سيمې پوليسو کشف کړل او د لويې تباهۍ مخه يې ونيوله:

"له دې پرته هغه چاودېدونکي مواد هم په کې شامل دي چې موږ اورېدلي ډېر پر مختللي او زيات خطرلرونکي مواد دي، له دې پرته په ګڼ شمېر ګونيو کې د پوټاشيم کلورايډ په نامه درې زره دوه سوه کيلو ګرامه کيمياوي مواد نيول شوي چې د بمونو په جوړولو کې کار ور څخه اخيستل کېږي، په دې توګه مو نه يواځې کوټه ښار، ښايي د پاکستان ډېرې نورې برخې مو هم له يوې لويې تباهۍ و ژغورلې"

دا وسله د کچاغ او ږوب تر منځ د غزېدلي سړک پر داسې ځاى نيول شوې ده چې همدا سړک له خانوزۍ او کچلاغ سيمو څخه د افغانستان پر لور هم غزېدلى دى، نو دا څرګنده نه ده چې دا وسله به د پوليسو له ادعا سره سم په کوټې کې د ورانکارۍ په پېښو کې د کارولو لپاره راوړل کېدله او که به مخ پر افغانستان وړل کېدله.

پوليس مشر له وسلو سره د نيول شويو اوو تنو بشپړ هويت څرګند نه کړ او نه يې دا په ډاګه کړه چې نيول شوي مجرمين عام خلک دي که له کومې وسلوالې ډلې سره تړاو لري، خو له هغوى څخه د لومړيو پوښتنې ګروېږنو پر بنسټ يې وويل چې په دوى کې درې تنه يې افغانان او د افغانستان د جنوبي ولايت اروزګان اوسېدونکي دي.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د کوټې پوليسو له ځينو مشکوکو کسانو څخه وسلې نيولې خو دا لومړى ځل دى چې په بلوچستان کې پوليس په دومره زياته اندازه وسله تر لاسه کوي.

بارکوال مياخېل- کوټه
XS
SM
MD
LG