د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۶

"نږدې۶ میلیون ماشومان شاقه کارونو له خطر سره مخ کړي"


د ورکړل شوېو معلوماتو له مخې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ځینو نورو موسیسو سره په همکارۍ توانیدلې، چې یوازې دوه اشاریه پنځه میلیونه ماشومان د خپلو پروګرامونو تر پوښښ لاندې راولي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال په افغانستان کې د هغو ماشومانو شمېر، چې له خطر سره مخامخ دي شپږو میلیونو تنو ته رسیږي.

د دې وزارت ویاند علي افتخاري ازادۍ راډیو ته وویل، د ماشومانو د ساتنې لپاره یې یوه ستراتیژۍ جوړه کړې چې له مخې به یې هغه ټول ماشومان تر پوښښ لاندې راولي چې شاقه کارونه کوي:

"هغه ماشومان چې سخت کارونه کوي او له ګواښ سره مخامخ دي ۲،۵ میلیونه یې د کار اوټولنیزو چارو وزارت ترپوښښ لاندې دي.

یاد وزارت یو ستراتیژي جوړه کړې د دې سترایژي له مخې ټول هغه ماشومان چې د خښتو په بټیو او د سړکونو پر سر کارونه کوي د دې وزارت له ملاتړ څخه برخمن کېدای شي."


دا، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت به په څومره وخت کې او څه ډول به دا ماشومان ژغوري، په دې اړه څه نه دي ویل شوي.

زیاتره هغه ماشومان، چې شاقه کارونه کوي د دې کار ترڅنګ له ځینو نورو جدي ستونزو سره هم مخامخ دي.

دوي وایی، چې د ښاروالۍ له خوا کار ته نه پریښودل او د کار په مقابل کې یی د ځینو کسانو له خوا د پیسو نه ورکول د دوي د ورځني ژوند اساسي ستونزې دي.

دوي وايي، چې د کورنیو سرپرستي ورپه غاړه ده او که چېرې کار ونه کړي نو د کورنیو غړي به یې وږي ناست وي.

زیات هغه ماشومان چې کار کوي وايي، له کار سره خوا کې درسونه لولي، خو زیات وخت په ښوونځي کې ناکامیږي چې له همدې امله ورو ورو سبقونو ته شاه کوي او راتلونکی یې خرابیږي.

هر کال افغان حکومت د ماشومانو نړېواله ورځ چې د جوزا یولسمه نېټه سره برابره ده، په خورا شاندارو مراسمو او لوړو شعارونو سره لمانځي، خو د کتونکو په وینا د لسو کالو په تېریدو او د میلیادونو ډالرو په مرستو سربېره بیا هم د ماشومانو په ژوند کې د پام وړ بدلون نه دې راغلی، حکومت تل د ماشومانو د حقوقو په اړه تکراري او کلیشیه خبرې کوي.

رحمت الله افغان د ازادۍ راډیو کابل
XS
SM
MD
LG