د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۵

تهران په افغانستان کې د نفوذ زیاتولو د نوېو امکاناتو په فکرکې


په ایران کې له اسلامي انقلاب وروسته سیاست والو، افغانستان د ازمیښت او ننګونې ځای وباله. دا د دې لپاره نه و چې په افغانستان کې فرقه یي یا تنظیمې سیاست حاکم و او جکړه په کې روانه وه، بلکه ایران له پاکستان سره هم په سیالۍ کې دی.

له کلونو راهیسي، ایران او پاکستان هڅه کړي چې په افغانستان کې یو د بل د نفوذ د پراخیدو مخه ونیسي.

افغانستان ته په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د بهرنیو ځواکونو له راتلو مخکې، پاکستان او ایران په افغانستان کې غیابتي جګړې هم روانې کړې وې.

پاکستان د طالبانو ملاتړ کاوه او د ایران حکومت د احمد شاه مسعود په مشرۍ شمالي ایتلاف ته مرستې ورکولې.

دي دوو ډلو، د بهرنیو ځواکونو تر راتلو پورې په خپلو کې سختې او خو نړۍ جګړې هم وکړې.

د میرجاودانفر په وینا، افغانستان ته د بهرنیو ځواکونو له راتلو وروسته، طالبانو او شمالې ټلوالې دواړو د یو بل د سیاسي نفوذ د له منځه وړلو په مقصد سیاسي ایتلافونه جوړ کړل.

د ایران حکومت د ۲۰۱۰ کال په اکتوبر میاشت کې تهران ته د جمهور رئیس حامد کرزي د سفر پر مهال هغه ته په لکونو نغدي ایرو ورکړې.

دا پیسې یي جمهور رئیس کرزي ته یوازې ددی لپاره نه دي ورکړې چې هغه د امریکایانو له نفوذ څخه جلا کړې، بلکه دا یي د دې لپاره هم ورکړې چې د پاکستان له نفوذ څخه یي هم لیري وساتې.

ښاغلی میر جاودانفر لیکې: دا مهال ناتو او امریکایي ځواکونه ورو ورو له افغانستان څخه کډې باروي او چارې افغانانو ته سپارې. پداسې یوه حالت کې ممکن سیاسي بې ثباتی رامنځ ته شي. دا احتمال ممکن د ۲۰۱۴ کال د جمهوري ریاست له انتخاباتو وروسته نور هم زیات شي.

د افغانستان د اساسي قانون پر اساس، جمهور رئیس کرزی د دریمې دورې لپاره ځان نشي کاندیدولاي او دا ډاډ هم نشته چې له طالبانو سره د سولې خبرې دي بریالۍ شي.

د هرچا په ذهن کې دا خبره ګرځې چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کې څه پیښیږي؟ که چېري تاریخ تکرار شي، نو په افغانستان کې به زیات مصیبتونه او سیاسي شخړې رامنځ ته شي.

په واشنګټن کې د منځنې ختیځ د انستیټیوټ کارپوه الیکس وتانکا وایي، داسې یو حالت به ایران ته فرصت برابر کړي.

ایران به په افغانستان کې د خپل نفوذ د زیاتولو په مقصد، د ځینو ډلو په خاص ډول شیعه او تاجک ډلو ټپلو وفاداري جلب کړي. په دي کار سره به ایران د افغانستان په سیاست کې خپل نفوذ جاري وساتي.

د پاکستان او ایران ترمنځ د اړیکو حرکت ته که پام وشي، نو وضعه د یران په ګټه ده.

نن سبا د طالبانو د واکمنۍ د کلونو پر خلاف، دا ډله نشي کولاي چې په افغانستان کې د ایران د متحدانویا دوستانو په هدفونو حملې وکړې.

پاکستان دغه راز د هیواد په داخل کې د برښنا د تولید په مقصد د ایران غاز ته سخته اړتیا لري او دا ځکه چې د ایران غاز ورته ارزانه او اقتصادی تمامیږي.

ځيني کارپوهان وایي، پاکستان د خپلې اړیتا وړ برښنا په سلو کې شل تولید لپاره د ایران غاز ته محتاج دی. ځینی نور حتی دا رقم په سلو کې پنځوس ښیې. دا مهال په پاکستان کې د برښنا د پرچاوۍ او کمښت له وجي ددي هیواد اقتصاد ته سخت زیان اوښتی دی.

پاکستان د غاز د اړتیاو د پوره کولو په مقصد دوې لارې په نظر کې نیولي دې. یوه یي له ایران څخه د طبیعي غازد انتقال پروژه ده چې یولس سویو کېلومیتره اوږد پایپ لاین به ورته جوړ شي او حتی ایران حاضر شوی چې د دغه پایپ لاین ۹۰۰ کېلو میتره په خپله جوړ کړي.

بله پروژه د افغانستان له لارې له ترکمنستان څخه پاکستان او بیا هند ته د طبیعی غاز د انتقال پروژه ده. ددي پروژې کارونه له شاوخوا شلو کالو را هیسي ځنډیلې دې.

د مقالي لیکوال د تحلیل په وروستۍ برخې کې لیکې:

ایران په پاکستان کې هم د انرژۍ او هم ددي هیواد په سیاست کې نفوذ لري. تهران فکر کوي چې د دوي زوړ حریف، پاکستان له بل هر وخت زیات له دوي سره په افغانستان کې مرسته کوي.

اصف علی زرداري به د واشنګټن او تهران ترمنځ په اصطلاح په نرۍ رسۍ قدم کېږدي او دا ځل ممکن په افغانستان کې د ایران د نفوذ له پامه غورځول ورته ډېر ګران وي.
XS
SM
MD
LG