د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۵

"د ایران اټمي پروګرام ټول اروپا ته ګواښ دی"


د جرمني ولسمشر یو اخیم ګاوک
د جرمني ولسمشر یو اخیم ګاوک
د ایران اتمي پروګرام نه یواځې دا چې د اسراییل لپاره خطر لري بلکه د اروپا لپاره هم خطرناک دی، دا خبره د جرمني ولسمشر یو اخیم ګاوک پرون اسراییل او د فلسطین خاورې ته د خپل لومړي سفر په ترڅ کې وکړه.

هغه چې د اسراییل له جمهور ریس شیمون پریس سره په بیت المقدس کې وکتل په دې خبرې یې ټینګار وکړ، چې د امنیت په هدف د اتمي مسایلو په اړه خبرې له ایران څخه د ضمانت غوښتنه کوي او باید کره نتیجې ولري.

ده له خبریالانو سره هم خبرې وکړې او یو ځل بیا یې د پوځې اقدم پرضد خبردارې ورکړ، د جګړیزو اقداماتو په اړه فکر نه کوي، د جرمني د ولسمشر دا درې ورځنې سفر په داسې وخت کې کیږي، چې یوه جرمني شاعر، ګوینتر ګریس داسې یو شعر خپور کړی، چې په کې ادعا شوې چې اسراییل له ایران څخه د نړۍ سولې ته یو ریښتینۍ ګواښ دی.

ګاوک په دې خبرې ټینګار کړی د اسراییل او جرمني اړیکې تر بل هر وخته ډیرې نژدې دي او دا خبره یې هم جوته کړې چې د اسراییل موجودیت او امنیت د جرمني لپاره یوه قطعي خبره ده.

هغه د اسراییل له یوې خپرونې سره په مرکې کې ویلي، هغه موقف چې جرمني شاعر ګریس غوره کړې د اسراییل په اړه د جرمني له پالیسو سره اړخ نه لګوي، خو هغه زیاته کړې ملګرتیا د کامل توافق معني نه لري او په دې توګه یې په لویدیخه غاړه کې د اسراییل هغه میشت ځایونو ته اشاره وه چې د راپورنو له مخې جرمني د اسراییل دا کار غندلی وو .

د جرمني ولسمشر همدا شان د اسراییل د بهرنیو چارو له وزیر لیبرمن سره وکتل، ده د اسراییل له هغو اتلانو سره هم وکتل چې په نولس سوه دوه اویایم کال کې د المپیک د لوبو پر مهال په مونشن ښار کې د یوې فلسطینۍ ډلې له حملې ژغورل شوی وو.

ټاکل شوې، چې نن به ګاوک له صدراعظم نتانیاهو سره وویني او د پینجشنبې په ورځ به د فلسطیین له ولسمشر محمود عباس او صدراعظم سلام فیاد سره وویني.
XS
SM
MD
LG