د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۶

"افغان حکومت د جنګي جرمونو راپور د نه خپریدو هڅه کوي"


د مدني ټولنو یو شمېر غړي ادعا کوي، چې افغان حکومت غواړي د بشر د حقوقو د خپلواک کمسیون د غړو په ټاکنه کې د ځنډ په راوستو سره د هغه راپور د خپریدو مخه ونیسي، چې په کې د تیرو دریو لسیزو حالات رانغاړل شوي.

د بشري حقونو د تمرکز د موسسې اجرایوي رئیس اذر یون متین ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دې راپور په خپرېدو سره هغو حکومتي لوړ پوړو چارواکو ته زیان رسېدی، چې په جنګي جرمونو تورن دي.

نوموړی وايي، چې په دې راپور کې د وسله والو طالبانو ستونزې هم یادې شوي وې، چې ممکن د سولې اوسنیو هڅو ته یې تاوان رسولی وای:

“هغه راپور چې په رښتیا یي د تیرو درو لسیزو د جګړو انځور جوړوي غوښتل یې دغه راپور خپور کړي، کله چې تاسو جنایتونه مستندوي، هلته تورن کسان مطرح دي او له بده مرغه چې په سیاسي ډګر کې د دوي حضور هم غښتلی دی، په حقیقت کې په ټول حکومت کې حضور لري.

نو کله چې دغه راپور خپور سي، یوازي طالبانو ته خبرداری نه دی، بلکې د درو لسیزو جنګي مجرمینو ته به هم وي.”


ښاغلی متین وايي، چې کېدای شي دغه راپور خپور نه شي او یا هم د توکیو تر کنفرانس وروسته خپور شي، چې افغان حکومت د نړېوالو وروستۍ ژمنې هم تر لاسه کړي.

دی وايي، د دې راپور په خپرېدو سره له حکومت سره دا ویره وه، چې ممکن دا په حکومت باندې د نړېوالې ټولنې باور زیانمن کړي.

شا او خوا شپږ میاشتې مخکې افغان ولسمشر د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون درې کمېشنران نادر نادري، فهیم حکیم او مولوي غلام محمد غریب له دندو ګوښه کړل.

د دې ترڅنګ د دې کمېسیون یوه بله کمېشنره په کابل کې په یوه ځان وژونکې حمله کې ووژل شوه.

دغه کمېسیون 9 کمېشنران په خپل جوړښت کې لري، چې اوس مهال یې پنځه تنه پر خپل ځای پاته دي.

هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسنیو د دفتر نظر هم واخلو خو له پر له پسې اړیکو سره هغوی خبرو ته حاضر نه سول.

د بشري حقونو د نویو کمېشنرانو د ټاکلو لپاره څلور میاشتي پخوا ولسمشر کرزي د مدني ټولنو د یوشمېر غړو سره په غونډه کې له دوی څخه غوښتي وه، چې مناست کسان ورته معرفي کړي.

تر دې وروسته د مدني ټولنو د همږغۍ جرګې مسئولینو وویل، چې ولسمشرکرزي ته یې خپل لیست وړاندي کړی دی.

د مدني ټولنو غړو او خلکو له ولسمشر کرزي څخه غوښتي، چې ددې کمېسیون ټول غړي له دندي لیري کړي او پر ځای یې نوي کسان وټاکې.

د دوی په خبره چې هغه کسان دي په دې کمېسیون کې په دندو وګمارل سي، چې له هیڅ سیاسي ډلي سره تړلي نه وي، په جنګي جرمونو تورن نه وي او پوره تجربه ولري.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG