د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۸

پر پانګونو د افغان– امریکا د ستراتیژیک تړون اغېز


د کابل او واشنګټن ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو تړون په افغانستان کې د پانګونې په بهیر هم مثبت اغیز کړې.

د یو شمېر افغان سوداګرو په باور، په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان څخه د نړېوالو ځواکونو د وتلو مسلې دوي د هېواد راتلونکې ته اندېښمن کړي، چې د ستراتیژیکو اړیکو د سند له لاسلیک وروسته له منځه تللې.

په دې اړه دوو افغان سوداګرو حاجي محمد یونس مومند او کاشف علي خیل ازادۍ راډیو ته وویل:

"د هر لوی هېواد سره چې تړون وشي د افغانستان په ګټه دی ټول خلک پانګونې ته هڅوي او زه فکر کوم چې هر افغان به پانګونې ته زړه ښه کړي.

"هره افغان چې پانګه یې درلوده هغه که بهر و او یا هم دلته، ټول په دې فکر کې وو، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به د افغانستان راتلونکي څه وي، خو له امریکا سره چې ستراتیژیک تړون وشو اوس به خلک دې ته اماده شي هغه که صنعتکاران دي یا نور چې پانګونه وکړي."

د کابل- واشنګټن د ستراتیژیکو اړیکو تړون د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې په کابل کې د افغان ولسمشر او د هغه د امریکایي سیال بارک اوباما ترمنځ لاسلیک شو.

دا تړون چې اته برخې لري، پر نورو ژمنو سربېره امریکا ځان مسوول ګڼلی، چې له افغانستان سره په ځان بساینې، اقتصادي پیاوړتيا او له بېخ بینايي چارو په کار اخیستلو کې مرسته وکړي.

له بلې خوا په افغانستان کې د پانګونې د ملاتړ اداره یا ایسا هم دا ستراتیژیک تړون په افغانستان کې د پانګونې لپاره هڅوونکی او ګټور بولي.

د دې ادارې د پانګونې لپاره د هڅوونکې څانګې مسوول روح الله احمدزی وايي، د افغانستان او امریکا ترمنځ د اوږدمهالو ستراتیژیکو همکاریو د تړون له لاسلیکېدلو وروسته له افغانستان سره د بهرنیو پانګوالو لېوالتیا ډېره شوې ده:

"د ستراتيژیک تړون له لاسلکېدلو وروسته زه فکر کوم ډېر هېوادونه لکه هند غواړي چې په اکټوبر میاشت کې افغانستان ته راشي. په کرنه او نورو صنعتي سکتورونو کې پانګه واچوي، همدارنګه له جرمني څخه هم زموږ سره د سترو سوداګرو او پانګوالو پلاوي په تماس کې دي. دوي هم غواړي، چې افغانستان ته راشي او په ځینې برخو کې د فرضتونو په پېژندلو سره پانګونه وکړي."

افغان حکومت پر امریکا سربېره، له هند، ایټالیا، برتانیا، اسټرالیا او فرانسې سره هم د اوږد مهالو همکاریو تړونونه لاسلیک کړي او ټاکل شوې چې ورته تړونونه له یو شمېر نورو هېوادونو سره هم لاسلیک کړي.

دا چې دغه تړونونه په افغانستان کې د پانګونې د جذبولو او اقتصادي ودې لپاره څومره مهم دي په اړه یې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو مشر قربان حقجو وايي:

"د افغان- امریکا ستراتیژیک تړون لومړنی او نېغ اغېز دا دی چې یو خو پانګوال د پانګونې دوام ته هڅوي، بل یې د نوې پانګونې لپاره اراده پیاوړې کوي او د خپلې پانګې راتلونکې او د افغانستان د اوسني وضعیت دوام او د حالت پر لا نور ښه والي یې باوري کوي."

له لسو ډېر کلونه کیږي چې نړېوالې ټولنې له افغانستان سره په میلیاردونو ډالره مرسته وکړه، خو لا هم دا هېواد ښه اقتصادي وضعیت نه لري.

اوس هم د افغانستان ټوله پراختیايي او یوه برخه عادي بودجه له بهرنیو مرستو پوره کیږي، خو اقتصاد پوهان باوري دي، چې د نړۍ له پرمختللو هېوادونو سره د افغان حکومت ستراتیژیک تړونونه کولای شي، د افغانستان اوسنی اقتصادي وضعیت یوه اندازه پیاوړی کړي.

غزانور غزا، کابل
XS
SM
MD
LG