د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۷

کوفي انان نن له ولسمشر بشارالاسد سره ولیدل


د سوریې په حوله کلي کې د تیرې جمعې د ورځې له ګڼې وژنې وروسته چې نړېوالې ټولنې ته یي سخت ټکان ورکړ، د ملګرو ملتونو او عربي ټولنې خاص استازي کوفي انان نن په دمشق کې د دغه هېواد له ولسمشر بشارالاسد سره ولیدل.

د حولې په ښار کې د ګڼو کوچنیانو او ښځو په شمول ۱۰۸ کسه وژل شوي دي، ګمان کېږي چی دغه وژنه د دولتي ځواکونه له خوا شوې ده.

دولتي رسنیو د دغې پیښې په وړاندې چوپتیا غوره کړې.

کوفي انان پرون دمشق ته له رسیدو سره سم دغه وژنه سخته وغندله او غوښتنه یي وکړه، چې مسوولین یي باید محاکمه کړای شي:

“ د امنیت شورا له ملګرو ملتونو غوښتي چې د حولې د بریدونو په اړه خپلو تحقیقاتو ته دوام ورکړي، څوک چې د دغو وحشیانه جنایاتو مسوول وي باید ورسره حساب وشي.

زه پوهیږم چې د سوریې حکومت هم تحقیقات پیل کړي دي.،،


ټاکل شوې وه چی دکوفي انان دشپږو فقرو دسولې دپلان تطبیق په تیرې اپریل میاشتې کې په اوربند پيل شوی وای. خو اوربند هره ورځ ماتیږي.

دغه پلان چې دجنګ جګړو دفوری بندیز، دبندیانو دخوشې کولو، ناآرامو سیموته دبشری مرستو درسولو، او دمتخاصمو ډلو ترمینځ دخبرو غوښتنه کوی، تراوسه نه دی تطبیق شوی.

دبشری حقوقو فعالان وایی دتیرکال په مارچ میاشت کې دسوریی درژیم په خلاف دمظاهرو دپيل راهیسی تروسه شاوخوا دولس زره کسان په دغه هیواد کې وژل شوي دي.

خوددغی شمیری تایید ځکه ګران کار دی چې ددمشق رژیم بهرنیو خبریالانو ته اجازه نه ورکوي چی ناکرارو سیمو ته ولاړ شي.

په سوریه کې سیاسی او دبشری حقوقو فعالان وایی چی ددمشق دښار په لوی بازار کې ځینو دوکاندارانو دحولی په کلی کې دجمعی دورځي په ګڼی وژنی داعتراض په توګه اعتصاب کړی او له پرون راهیسي یې خپل دوکانونه تړلي دي.


سوریی ته دکوفی انان له رسیدو سره سره جنګ جګړې او نښتی په دغه هیواد کې نه دي دریدلي.

رپوټونو وویل چې په مجموع کې ۵۴ کسه دتیری دوشنبی په ورځ په سوریه کې ووژل شول.

نن هم دترکېې پولو ته نژدی په ادلب ښارکې دمخالفینو او دولتی قواوو ترمینځ نښتې شوي دي.
XS
SM
MD
LG