د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۶

۳۳ تنه افغان چاواکي د نشه يي توکو د قاچاق په تورنیول شوي


ملګري ملتونه وايي، چې په افغانستان کې د توليد کېدونکو مخدرو موادو څه کم دوه فيصده کشف او ضبط کېږي.

د مخدرو موادو او جرمونو پرضد د ملګروملتو دفتر اجراييه رييس ″يوري″ پرون په کابل کې خبريالانو ته وويل، تر يو مليون زيات افغانان په مخدرو موادو روږدي دي او د دغه هيواد پنځه فيصده خلک کوکنار او د مخدرو مواد نور بوټي کري.

افغانستان د نړۍ د ټولو ترياکو او هيروينو په سلو کې نوي توليدوي.

تېر کال په افغانستان کې د مخدرو موادو توليد په سلو کې يوولس زيات شو.

د افغانستان له مخدرو موادو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز وياند خالد موحد ازادۍ راډيو ته وويل؛ چې په يوه کال کې يې ۳۳ تنه دولتي مقامات او چارواکي د مخدرو موادو د قاچاق او کارو بار په تور نيولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له مخدرو موادو سره د مبارزې افغان چارواکي هر کال د کوکنارو د کښت او د مخدرو موادو د توليد د کمېدو احصاييې وړاندې کوي.

خو د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار وايي؛ د مخدرو موادو توليد ځکه نه کمېږي چې د مخدرو موادو اصلي کاروباريانو ته سزا نه ورکول کېږي.

د نړيوال بانک د راپور له مخې مخدر مواد د افغانستان د ټول ناخالص داخلي توليد په سلو کې شپاړس د مخدرو موادو د کاروبار له درکه ترلاسه کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې له افغانستانه د نړيوالو ځواکونو د وتلو په صورت کې دا وېره زياته ده؛ چې په دې هېواد کې به د مخدرو موادو توليد نور هم زور واخلي.
XS
SM
MD
LG