د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۵

په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو دوه هیليکوپټرې راغورځېدلي


د امريکا په مشرۍ نړيوال ايتلافي ځواکونه وايي، چې پرون يې په افغانستان کې دوه هیليکوپټرې ولوېدې او درې عسکر يې په کې ووژل شول.

نړيوال ايتلافي ځواک وايي، چې يوه هيليکوپټر يې د افغانستان په ختيځ کې ولوېده او په نتيجه کې يې دوه پوځيان ووژل؛ شول او يو بل، چې ټپي شوي و، وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.

د ايساف يوه ويندوی ″جګړن مارټين کرای تن″ په کابل کې ازادۍ راډيو ته وويل؛ چې په يوه پېښه کې هيڅ مرګ ژوبله نه ده پېښه شوې خو په بله کې دوه تنه وژل شوي:

″يوه هیليکوپټر د افغانستان په ختيځ کې ولوېده او د ايساف دوه غړي په کې ووژل شول. د دې پېښې د علت په اړه څېړنه روانه روانه ده. د هيليکوپټرې د لوېدو پر مهال په سيمه کې د دښمن د فعاليت هيڅ راپور نه دي ترلاسه شوي.″

د دغو درو عسکرو له وژل کېدو سره په افغانستان کې سږکال د ناټو ځواکونو د تلفاتو شمېر۱۷۲ تنو ته ورسېد.

نړيوال ايتلافي ځواکونه وايي، چې د دې پېښې د علت په اړه تحقيقات کوي.

د دغو ځواکونو په وينا د دوهمې هيليکوپترې د لوېدو له کبله مرګ ژوبله نه ده پېښه شوې.

دوی په دواړو پېښو کې د وسله والو طالبانو رول ردوي او وايي، چې د پېښې په ځای کې دښمن فعاليت نه لري.
XS
SM
MD
LG