ټایمز:
د بریتانیې چاپ ټایمز ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې په پکتیا ولایت کې د ناټو په هوايي برید کې د یوې افغان کورنۍ د اتو غړو د وژل کېدو په اړه یو مطلب خپور کړی چې په یوه برخه کې یې راغلي:
په افغانستان کې د ناټو ماموریت د پنجشنبې په ورځ د ناټو ځواکونو له خوا د افغانانو د یوې کورنۍ د غړو له وژل کېدو وروسته له نوېو فشارونو سره مخامخ شو.
افغان چارواکي وايي، د دې کورنۍ غړي د پنجشنبې ورځې په ماښام د ناټو په هوايي برید کې چې زیاتراً د شپې له خوا کېږي، وژل شوي.
ټایمز لیکي، دې پېښې د هغه هېواد خلک په غوسه کړي دي چې له څو کلونو راپه دې خوا له نړېوالو ځواکونو څخه په هوايي حملو کې د زیات احتیاط غوښتنه کوي.
د راپورونو له مخې په دې برید کې شپږ ماشومان او د هغوي مور او پلار وژل شوي دي او ویل کېږي چې یوازې یو، لس کلن هلک له دې برید څخه ژوندی پاتې شوي.
ټایمز ورځپاڼه وړاندې زیاتوي، ناټو ویلي دي چې د دې پېښې په اړه تحقیقات کوي، خو دوي زیاتوي، چې تر اوسه یې داسې شواهد نه دي موندلي چې په دې حمله کې د ملکیانو وژل کېدل وښيي.
ډېلي ټلګراف:
د انګلستان چاپ بله ورځپاڼه ډېلي ټلګراف هم د دې موضوع په اړه د مطلب په یوه برخه کې د نړېوال ائتلاف ځواکونو د ویاند له قوله لیکي چې وايي، د پېښې په سیمه کې د دوی پر ځواکونو د وسله والو طالبانو د یوې لویې ډلې له خوا برید شوی و او ځکه دوي د هوايي مرستې غوښتنې وکړه.
ورځپاڼه لیکي، د ناټو چارواکي اوس په دې اړه تحقیق کوي چې ایا د نړېوالو ځواکونو عملیات او د مرستې لپاره سیمې ته د هوايي ځواک د استولو خبره د سیمې د خلکو له ادعا سره ارتباط لري کنه.
وال سټریټ ژورنال:
پر همدې موضوع، په نیویارک کې خپرېدونکې وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې هم یو مطلب خپور کړی چې په یوه برخه کې یې راغلي:
ولسمشر حامد کرزي ویلي، چې د برید سیمې ته یې یو پلاوی استولی څو د دې پېښې په اړه تحقیقات وکړي او ناټو هم ویلي چې په دې اړه یې لادمخه تحقیقات پیل کړي.
وال سټریټ ژورنال لیکي، که څه هم د طالبانو په حملو کې تردې زیات ملکي خلک وژل کېږي، خو د دې ډول پېښو پر مهال ډېر شمېر افغانان د نړېوالو ځواکونو په وړاندې خپله غوسه او قهر څرګندوي.
ورځپاڼه د ولسمشر حامد کرزي د دفتر له خوا د خپرې شوې خبر پاڼې یادونه هم کوي چې په کې ویل شوي، که چېرته د افغانستان د خلکو ژوند مصوون نه وي نو د افغانستان او امریکا ترمنځ د اوږد مهالو ستراتیژیکو همکاریو د موافقې لاسلیک به بې مفهومه وي.
ګارډین:
د انګلستان چاپ ګارډین ورځپاڼې د دې موضوع په اړه په یوه مطلب کې د ملګروملتونو د وروستۍ احصاییې یادونه کړې چې تېر ۲۰۱۱ کال یې د ملکي وګړو د تلفاتو له پلوه ترټولو زیات خونړی کال بللی، ځکه پروسږکال له وسله والو طالبانو سره د جګړو په ترڅ کې د م.م په وینا له 3000 زیات افغانان ووژل شول.
ملګروملتونو ویلي، چې له څلورو درې برخې دا وژنې طالبانو کړي خو ګارډین لیکي چې له دې سره سره افغانانو د دوي په وړاندې دومره غوسه نه ده ښودلې.