د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۱

په سوریه کې وروستۍ ډله ییزې وژنې د نړېوالو غبرګونونه راوپارول


په سوریه کې د ملګرو ملتونو د څارونکي ماموریت مشر وايي؛ د دوی څیړنې ښيي، چې په حله ښار کې دا ډلیزه وژنه پر دغې سیمې د توپخانې او درنو وسلو د ډزو په نیتجه کې شوې ده.

تورن جنرال رابرټ مووډ پرته له دې چې د دغې وژنې په اړه نور جزییات ورکړي، وویل، هر چا چې دا خواشینونکې عمل پیل کړی، هر چا چې ځوابې اقدام کړی او هر چا چې دا وژونه کړې باید د دې پیښې مسوول وګڼل شي.

نوموړي وویل، د دوی څارونکي د شنبې په سهار حله ښار ته ورغلل هلته يې د ۳۲ ماشومانو چې عمرونه تر لسو کلونو رسیږي او د ۶۰ زیات عمر لرونکو مړي وشمیرل.

په سوریه کې د ملګرو ملتونو د څارونکو مشر د دغه هیواد پر حکومت او وسله والو یاغیانو غږ وکړ؛ چې هر ډول تاوتریخوالي او زورزیاتۍ بند کړي.

″زه پر حکومت غږ کوم، چې هر ډول تاوتریخوالي ودروي زه له وسله والو مخالفانو غواړم، چې له هر ډول تاوتریخوالي ډډه وکړي. دا هغه څه دي، چې موږ يې دریدل غواړو څو وضیعت د یوه سیاسي حل لپاره پر مخ یوسو.″

دغه راز د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون هم په یوې اعلامیه کې د سوريې پر حکومت غږ کړی دی؛ چې د ګڼي پر سیمو باندې د درنو وسلو بریدونه بند کړي.

د حله ښار د ډله ییزې وژنې په اړه د نړیوالو د عکس العملونو په لړ کې د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو او عربي ټولنې استازي کوفي عنان دا پیښه له نړیوال قانون څخه یوه وحشي سرغړونه بللې ده.

دغه راز د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر د دې پیښې په وړاندې د نړیوالې ټولنې د کلک عکس العمل غوښتنه کړې ده.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، هیواد يې هڅه کوي، چې ډیر ژر په پاریس کې د سوریې د نړیوالو دوستانو غونډه جوړه کړي.

خو د سوريي حکومتي تلویزون په حله کې د وژل شوو کسانو د مړو د ویډیو خپرولو سره ویلي؛ چې دا کسان د تروریستي ډلو له خوا وژل شوي دي.

رویټرز خبري اژانس وايي، وروستۍ ډله ییزه وژنه د دې ښکارندویه ده، چې په سوریه کې له ۱۴ میاشتو راهیسې تاوتریخوالي لا څومره له یوه سیاسي حل څه لرې دی.
XS
SM
MD
LG