د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۷

″هغه رسنۍ چې د ایران له خوا تمویلیږي باید وتړل شي″


د چارو کارپور احمد سعیدي
د چارو کارپور احمد سعیدي
د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان د افغانستان له دولت نه غواړي، چې په هېواد کې د یو شمېر هغو رسنیو مخه ونیسي چې د ایران له خوا تمویل کیږي.

دا غوښتنه په داسې حال کې کیږي، چې ځینو لویدیزو رسنیو راپور ورکړی، چې په افغانستان کې ځینې رسنۍ د ایران د نفوذ او ګټو لپاره کار کوي.

په کابل کې د سیاسي چارو یو شمیر کارپوهان په دې باور دي؛ چې که په افغانستان کې د خصوصي رسنیو د تمویل سرچینې مشخصې شي؛ نو ښايي د ډيرو هغو رسنیو د فعالیت مخنیوی وشي؛ چې د بهرنیو هیوادونو د ګټو لپاره کار کوي.

په دې وروستیو کې ځینو لویدیزو رسنیو راپور ورکړ، چې ایران د خصوصي رسنیو په تمویلولو سره په افغانستان کې د خپل نفوذ د پراختیا هڅې کوي.

رویټرز خبري اژانس ويلي، چې دا مهال د افغانستان دریمه برخه رسنۍ د ایران تر اغیز لاندې دي؛ چې یا یې مالي ملاتړ کوي او یا هم ورسره اړیکې پالي.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ د ادارې یوه مسوول وحیدالله توحیدي که څه هم دغه شمیر زیات بولي؛ خو بیا هم تاییدوي، چې ایران په افغانستان کې زیات شمیر رسنیو کې نفوذ کړې دې.

″موږ ډیر لوی شمېر رسنۍ لرو، چې شاوخوا یو سلو اوه څلویست راډیوګانې دي، اوه څلویښت تلویزیونونه او په لسګونو خپرونې لکه ورځپاڼې، اونیزې، میاشتنۍ او نورې، نو که دریمه برخه ایران تمویل کړي، دا شمیر به ډير وي، خو په دې کې هیڅ شک نشته چې په کابل هرات او مزارشریف کې ډیرې داسې رسنۍ شته چې د افغانستان او نړیوالو مسایلو په وړاندې د ایران له ګټو څخه دفاع کوي.″

توحیدي وویل، چې ایران په افغانستان کې درسنیو له لارې دوه هدفونه تعقیبوي؛ یو د نړیوالې ټولنې او په خاصه توګه د بهرنیو ځواکونو پر ضد تبلیغات کوي او بل په افغانستان کې د دیموکراسۍ د پراختیا مخه نیسي.

رویټرز خبري اژانس په خپل یوه راپور کې د بهرنیو چارو د وزارت د یوه پخواني سلاکار داود مرادیان نظرهم راخیستی؛ چې وايي، ایران هر کال په افغانستان کې سل ملیونه ډالره لګوي.

د نوموړي په وینا د دې پیسو ډیره برخه په رسنیو، د مدني ټولنې په پروژو او مدرسو لګول کیږي.

بل خوا د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان له دولت نه غواړي؛ چې په ځينو اقداماتو سره دې ددغو رسنیو دفعالیت مخنیوی وکړي.

یو تن سیاسي کارپوه احمد سعیدي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، چې دا ډول رسنۍ باید بندې کړای شي:

″لومړی د اطلاعاتو او کلتور وزارت وظیفه ده، چې څېړنه وکړي، دغه خلک چې د رسنیو د فعالولو جواز اخلي، مالي منابع یې څه دي، چا ورته پیسې ورکړي، چې رسنۍ رامنځ ته کړي.

دویم، امنیتي ارګانونه لکه د ملي امنیت ریاست، د کورنیو چارو وزارت او نور امنیتي ارګانونه وظیفه لري، چې څیړنې وکړي او د دغو مداخلو مخنیوی وکړي، که داسې ونه کړي، نو هغوی خو د خپل فرهنګ او خپلو سیاسي اهدافو لپاره مداخلې ته ادامه ورکوي.″

بل خوا د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، چې تراوسه پورې په هیواد کې درسینو د تمویل د منابعو په اړه د تحقیقاتو کوم خاص پروګرام په پام کې نه لري.

د دې وزارت سلاکار جلال نوراني همداراز ازادي راډیو ته وویل، داسې اسناد نه لري؛ چې کومه رسنۍ پرې ایران یا پاکستان ته په تبلیغاتو تورنه کړي.

په افغانستان کې د رسنیو زیاتیدل او د بیان ازادي په تیرو لسو کلونو کې د افغان دولت او نړیوالې ټولنې یوه لویه لاسته راوړنه بلل کیږي، خو د کورنیو منابعو پر ځای په بهرنیو منابعو ددغو رسنیو چلیدل د یو لړ اندیښنو سبب شوي دي.
XS
SM
MD
LG