د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۸

په اذربایجان کې د نړۍ د ۲۶ سندرغاړو ترمنځ د سندرو سیالۍ ترسره کیږي


په اذربایجان کې د بشري حقونو د بد حالت په وړاندې له اعتراضونو سره سره نن د یوروویژن د ۲۰۱۲ کال فاینل سیالي ترسره کېږي.

په دې سیالۍ کې چې د کابل په وخت د شپې په یوولس نیمو بجو پیل کېږي د نړۍ ۲۶ سندرغاړي چې ځانونه یې د فاینل پړاو ته رسولي، ګډون کوي.

د یورو ويژن د سندرو د سیالۍ مراسم هرکال د نړۍ څه باندې سل میلیونه خلک د ټلویزیونونو له لارې ګوري.

د دې مراسمو له پیلېدو یوه ورځ مخکې پولیسو په پلازمېنه باکو کې د حکومت ضد لسګونه اعتراض کوونکي ونیول. اپوزسیون ډلو هڅه وکړه چې د دې سیالیو په درشل کې د رسنیو له لارې په آذربایجان کې د بشري حقونو ناوړه حالت ته د نړیوالو پام واوړي.

د اپوزیسیون د یوې ډلې مشر وايي، چارواکو د بشري حقونو د حالت د ښېګڼې لپاره هېڅ نه دي کړي. علي کریملي چې د پرونیو مظاهرو په خاطر نن پولیسو یوه ماموریت ته غوښتل شوی و، وویل:

″موږ هیله لرو چې د یورووېژن سیالۍ به اذربایجان ته پاملرنه زیاته کړي. په تېرو څو میاشتو کې د آذربایجان ستونزو ته د اروپا د مهمو رسنیو پام واوښت او موږ له دې خوشاله یو، خو چارواکو په هېواد کې د وضعیت ښېګڼې ته له بده مرغه هېڅ پاملرنه ونکړه او له دې فرصت څخه یې استفاده وکړه څو نړیوالو ته وښيي چې اصلاحات یې پیل کړي. خو له بده مرغه داسې نه ده.″

د بشري حقونو ډلو ، په خاص ډول د عفوې نړیوال سازمان په پرله پسې ډول په آذربایجان کې د بشري حقونو پر حالت اندېښنه ښودلې او په دې ترڅ کې یې په دې هېواد کې د بیان او غونډو پر آزادۍ د بندیزونو او د مخالفینو د بندي کولو یادونه کړې ده.
XS
SM
MD
LG