د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۱

د افغان ځواکونو په جلب او جذب کې جدي اصلاحات راغلي دي


د امريکا د سمندري ځواکونو يو قوماندان وايي، د افغان پوځيانو په جلب او جذب کې جدي اصلاحات راغلې دي. تورن جنرال ″چارلز ګورګانوس″ څرګنده کړه چې دا اصلاحات د ناټو پر ځواکونو د افغان عسکرو له بريدونو وروسته رامنځته شوې دي.

تورن جنرال ګورګانوس چې له افغانستانه يې پرون په کاليفورنيا کې د ويډيو کنفرانس له لارې خبرې کولې زياته کړه؛ چې افغان ځواکونه به له ټاکلي مهال ويش مخکې، په راتلونکې مني کې د هلمند ولايت د امنيتي چارو مسوليتونه په غاړه واخلي.

د افغان پوځ په ليکو کې د شامليدو لپاره د اتلس کلنۍ عمر ټاکل شوي دي. د جنرال ګورګانوس په وينا د افغانستان پوځي مرکزونو ته د ميلمنو په تګ راتګ بنديز لګيدلي او قوماندانان د خپلو پوځيانو د اعمالو مسول ګڼل کيږي.

تورن جنرال ګورګانوس د مارچ له مياشتې راهيسې په هلمند کې د امريکايي ځواکونو قوماندان شوي دي. دي وايي، د اصلاحاتو په لړ کې هغه عسکر چي زياته رخصتې تېره کړي او يا پاکستان ته لاړشي ، د بيرته ستنديو پر مهال ورڅخه پوره پوښتنې کيږي او دغه کسان لږ ډير څارل کيږي.

روان کال افغان پوځيانو د ناټو پر عسکرو تر شلو زيات وژونکي بريدونه کړې دي.

په داسې وخت کې چې نړيوالو ځواکونو پريکړه کړې ده چې د دوه زره ديارلسم ميلادي کال تر نيمايي به د افغانستان امنيتي چارې افغان ځواکونو ته سپاري پر افغان ځواکونو د بهرنيو عسکرو اعتماد د دغو بريدونو له امله کمزوري شوي دي.

خو تورن جنرال ګورګانوس وايي، ښايي يو شمير افغان پوځيان ذهنا له بهرنيو پوځيان سره مخالف وي او ځيني بيا هغه وخت مخالف شوې وي چې خپلو کورونو ته تللي او يا په رخصتۍ وتلي دي.

د دې امريکايي جنرال په وينا ښايي د يو شمير افغان پوځيانو کورنيو ته ياغيانو ګواښ کړي وي او دوي يې دې ته هڅولي وي چې پر بهرنيو حملې ته مجبوره شي.
XS
SM
MD
LG