د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۲۶

د افغانستان راتلونکی برخلیک پر نړیوالو مرستو ولاړ دی


په داسې حال کې چې د ټولو سترګې د ولسمشر بارک اوباما او سناتور مت رومني په لور دي، او د امریکا د تاریخ مهم انتخابات را روان دي، یوه پيچلې نړیواله مساله د ټولو له پامه لویدلې ده.

وال سټریټ ژورنال وایي، دا د افغانستان لپاره د نړیوالو مرستو را غونډول دي.

متحد ایالات چې په افغانستان کې د خپلو عسکرو د کمولو پلان لري، د دې هیواد د امنیتي ځواکونو د روزلو او د مهمو پراختیايي پرژو لپاره د ملیاردونو ډالرو غونډولو بې دریغه هڅې کوي.

د وال سټریټ ژورنال په وینا، د افغانستان راتلونکی برخلیک پر نړیوالو مرستو ولاړ دی. تیرکال د دې هیواد د کلنیو مصارفو ۹۲ فیصده پر بهرنیو مرستو ولاړ وو.

خو امریکا، د مرستو په ټولو کې په بې ساري ډول شاته پاتې شوې ده.

په شیکاګو د ناټو د سرمشریزې په پاې کې، د امریکا متحدینو د افغان امنیتي ځواکونو د مصارفو د پوره کولو لپاره د مالي مرستې اعلان ون کړ.

له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته، د امنیتي ځواکونو د تمویل لپاره په کال کې د څه باندې څلور ملیاردو ډالرو لپاره اړتیا ده.

وال سټریټ ژورنال وايي، په دې ارتباط د مایوسۍ د کنټرول لپاره، د ناټو عمومي منشي مخکې له مخکې اعلان وکړ، چې د شیکاګو سرمشریزه د مرستو د تعهداتو لپاره نه ده.

د افغانستان په اړه د نیویارک ټایمز ورځپانې په مقاله کې د یوې نړیوالې مرستندویه موسسې د څلورو کارکونکو د تښتول کیدو په اړه لیکنه شوې ده.

(Midair) نړیوال خیریه سازمان د پنجشنبې په ورځ وویل، چې څلور کارکونکي یې په بدخشان کې تښتول شوي دي. دا سازمان په افغانستان کې خلکو ته د خوراکي موادو او صحي مرستو رسولو لپاره کار کوي.

دا سازمان د نړۍ په بیلابیلو جنګ، فقر او مصیبت ځپلو سیمو لکه سومالیا، هایتي، سودان او زمبابوې کې هم فعالیت لري.

په تیرو دوو کلونو کې، په بدخشان کې د کوکنارو د کښت له پراختیا سره یوځای، د امنیتي وضعیت د بې ثباتۍ د زیاتیدو نښانې لیدل شوې دي.

نیویارک ټایمز لیکي، په شمالي ولایتونو کې د بیلابیلو قومونو وسله وال طالبان فعالیت لري.
XS
SM
MD
LG