د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۷

ایران د ستراتیژیک سند د رد لپاره ۲۵ میلیونه ډالره ځانګړې کړي


د افغان حکومت د یوې سرچینې په وینا ایران د کابل او واشکټن ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو د سند په اړه د ولسي جرګې د بحث د پیلیدو په درشل کې په یو شمیر وکیلانو د پیسې د ویشلو هڅې ګړندۍ کړي دي.

دغې سرچینې، چې د نوم د نه ښودلو په شرط یې له ازادۍ راډیو سره خبرې کولې وویل؛ چې ایران د دې کار لپاره پنځه ویشت میلیونه ډالره ځآنګړې کړي او د ولسي جرګې د یو غړي حضرت علي په وسیله په وکیلانو پیسې ویشي، څو دا سند تایید نه کړي.

د دې سرچینې په وینا حضرت علي د ولسي جرګې هغه غړی دی، چې میرمن یې ایرانۍ ده، دی خپله مشهد کې کور لري او پرته له ویزې ایران ته تګ راتګ کوي.

خو خپله حضرت علي، چې له ازادۍ را‌ډیو سره یې خبرې کولې دا تورونه په کله رد کړل او ویې ویل، چې دې د هیچا غلام نه دی.

″یو شی چې تاسو په ګوته کړ، دا د یو وکیل حق دی، د افغانستان اساسي قانون او د اسلامي اصولو سره چې ستراتیژیک سند تاییدوو یا یې ردوو، پارلمان لا کومې فېصلې ته نه دی رسېدلی. خو د هیچا غلام نه یم، د خدای پاک بنده او افغان یم.″

خو کله، چې مې د کابل او واشنګټن ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو په اړه د ده خپل نظر وپوښت، نو ده د اساسي قانون او د هیواد د ملي حاکمیت مساله مطرح کړه، چې په وینا یی باید په دغه سند کې په پام کې نیول شوي وي.

تر دې مخکې د رویټرز خبري اژانس د ځینو افغان چارواکو په حواله، چې نومونه یې نه دي اخستل شوي لیکلي، چې اوس مهال په ولسي جرګه کې تر څلور څلویښتو پورې داسې کسان موجود دي، چې پرې له ایرانه د پیسو د ترلاسه کولو شک کیږي.

دا یوازې ایران نه دی، چې دغه هلې ځلې یی پیل کړي، بلکه ویل کیږي، چې پاکستان هم له وکیلانو سره د دغه سند د ردولو لپاره خپل تماسونه زیات کړي.

په وکیلانو باندې د پیسو د ویشلو رپورټونه په داسې حال کې خپاره شوي، چې ټاکل شوې، د شنبې په ورځ ولسي جرګه وروسته له زیاتو لانجو د ستراتیژیکو اړیکو سند د خپلې عمومي غونډې په اجنډا کې شامل کړي.

تردې مخکې ځینې حکومتي چارواکو او د ولسي جرګې غړو ویلي وو، چې ایران د ولسي جرګې له غړو سره د لیدنو کتنو لپاره په کابل ښار کې ځینې کورونه هم په کرایه نیولي.

د ولسي جرګې یوې غړې ارین یون د دې مسالې په تایید سره وایي، چې د ایران له خوا کیدونکې هڅې د دې سبب شوي، چې د افغان حکومت له غوښتنې سره سره د ستراتیژیکو اړیکو سند د ډیر وخت لپاره د جرګې په اجنډا کې شامل نشو.

″ایران د کابل په ښار کې څو ځایه دفترونه نیولي دي، هره ورځ ځیني وکیل صاحبان دعوت کوي، هغوی ته پیسې ورکوي او له هغوی سره میټنګونه نیسي، له دې سره داسې شب نیشينۍ محفلونه هم شته، چې کوښښ کوي، وکیلان دې ته تشویق کړي، چې دې ته د عدم اعتماد رایې ورکړي.″

په کابل کې د ایران نوی سفیر، چې ویل کیږي د سپاه پاسداران انقلاب غړی دی او په افغانستان کې د کورنیو جنګونو پر مهال ناوړه سابقه لري، د مشرانو جرګې له رییس سره په لیدنه کې غوښتي وو، چې د ستراتیژیکو اړیکو سند باید تصویب نه شي.

د دې ترڅنګ دا هم ویل کیږي، چې ایران په افغانستان کې د خپل نفوذ د پراختیا او د ستراتیژیکو اړیکو د سند پر ضد په افغان رسنیو کې هم پراخ کمپاینونه کوي.

د رویټرز اژانس په یو وروستي رپورټ کې ویل شوي، چې انصاف اونیزه یوه له هغو دریو رسنیو څخه ده، چې د ایران له خوا یې ملاتړ کیږي او د کابل او واشنګټن ترمنځ یې د ستراتیژیکو اړیکو د سند له لاسلیک وروسته تراوسه پورې د دې سند پر ضد شپږ تحلیلي مضمونونه خپاره کړي.

راپور: حمید مهمند
XS
SM
MD
LG