د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۶

فرانسه د ۲۰۱۲ کال ترپایه خپل دوه زره سرتیري له افغانستانه وباسي


له ښي خوا- افغان ولسمشر حامد کرز له خپل فرانسوي سیال فرانسوا اولانډ سره.
له ښي خوا- افغان ولسمشر حامد کرز له خپل فرانسوي سیال فرانسوا اولانډ سره.
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولانډ افغانستان ته په خپل لومړني سفر کې د جمعې په کابل کې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره ولیدل.

ښاغلې اولاند له مخکې نه په یو نا اعلان شوې کابل ته راورسید، څو د خپلو ځواکونو د ویستلو په اړه له افغان مشرانو او خپلو قومندانانو سره خبرې وکړي.


د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولانډ یو ځلې بیا له افغانستان څخه د ځپلو ځواکونو په ایستلو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د روان میلادي کال تر پایه به شاوخوا دوه زره سرتیري وباسي.

فرانسوا اولانډ د جمعې په ورځ له مخکې نه په یو نا اعلان شوي سفر کابل ته راورسید او له افغان ولسمشر سره یې د افغانستان، سیمې او نړۍ په حالاتو خبرې وکړې.

ښاغلي اولانډ په خپلو خبرو کې له افغانستان څخه د فرانسوي سرتیرو د ایستلو نیټو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې د ۲۰۱۲ تر پایه ټول فرانسوي عسکر له افغانستان وباسي:

″هغه نیټې چې تاسو ته یې باید ووایم دا دی، چې د ۲۰۱۲ کال په پای کې به هیڅ فرانسوي جنګي ځواک په افغانستان کې پاتې نه وي او شاوخوا ۲۰۰۰ سر تیري به مو له افغانستان څخه ووځي.

زموږ یو شمېر سرتیري به د پوځي وسایلو له کبله په افغانستان کې پاتې شي، څو د هغې استفاده افغان ځواکونو ته وښیي.″

فرانسوا اولاند وویل؛ چې د جمعې په ورځ له غرمې مخکې یې افغانستان ته د خپل سفر په پیل کې په کاپیسا ولایت له ۶۰۰ میشتو فرانسوي سرتیرو سره هم کتلي دي.

خو ښاغلي اولانډ زیاته کړه، چې له افغانستان څخه د سرتیرو ایستل په دې معنی نه ده، چې له افغانستان سره همکارۍ له منځه وړي.

د فرانسې جمهور ریس وویل، چې هیواد به یې له افغانستان څخه د خپلو سرتیرو تر ایستلو وروسته په ملکي برخو کې خپلې مرستې پراخې کړي.

د افغانستان جمهور ریس حامد کرزي فرانسه د افغانستان شاوخوا سلن کلن دوست هیواد وباله او ویې ویل؛ خوښ دی، چې دوی د ملکي او ادارې خدمتونو او روغتیا په برخو کې له افغانستان سره مرستې کوي.

ښاغلي کرزي وړاندې د دوی ترمنځ شویو خبرو ته په اشارې وویل، چې له ښاغلي سره یې پر ګډو همکاریو خبرې وکړې:

″ما دوی جلالتماب او زموږ دواړو پلاو د دواړو هیوادونو پر ګډو همکاریو او سیمې خبرې وکړې او خوښ یم چې دوی افغانستان ته سفر وکړ او د راتلونکو همکاریو لپاره یې نوی بنسټ کېښود.″

په افغانستان کې اوس مهال شاوخوا ۳۵۰۰ فرانسوي سرتیري میشت دي، چې ۶۰۰ یې کابل ته نږدې په کاپیسا ولایت کې دنده تر سره کوي .

په تیرو لسو کلونو کې درې اتیا فرانسوي سرتیري په افغانستان کې د امنیتي دندو په مهال وژل شوي.

د دغه هیواد جمهور رییس افغانستان ته د خپل سفر د پیل پر مهال کاپیسا ولایت ته ولاړ او له افغانستان څخه یې په ټاکلي نیټه د خپلو عسکر و د ویستلو د پروګرام پر عملي کولو خپلو پوځیانو ته ډاډ ورکړ.

فرانسه خپل پوځیان د ناټو له ټاکلي مهال ویش څخه دوه کاله مخکې له افغانستان څخه باسي.
XS
SM
MD
LG