د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۳

د امریکا کانګرس د سوپریم فوډ د کمپنۍ د لانجې په اړه څېړنې پیل کړي


د امریکا کانګرس د سلګونو ډالرو په ارزښت د هغې لانجې په اړه تحقیقات پیل کړي دي؛ چې په افغانستان کې د دېره امریکايي ځواکونو لپاره د خوراکي موادو داصلي برابروونکې کمپنۍ او پنټاګون ترمینځ راغلې ده.

د استازو جرګې یوې فرعي کمیټې ته دنده سپارلې ده؛ چې د دې لانجې په اړه د کره معلوماتو لپاره د دفاع وزارت له لوژستیکي څانګې او له تورنې کمپنۍ څخه اسناد وغواړي.

پنټاګون وايي، چې د سوپریم فوډ سرویس په نوم کمپنۍ د خوراکي موادو پیسې پر دوی زیاتې شمېرلي، خو دې هالنډۍ کمپنۍ ویلي؛ چې جګړه ځپلي افغانستان ته د موادو په استولو کې پېچلتیا او خوراکي موادو ته ورپېښو خطرونو ته په پام سره یې، د دې موادو د بیو په ټاکلو کې خپلې محاسبې په دقیق ډول کړې دي.

د جمهوري غوښتونکو او ډیموکرات استازو په ګډون د کانګرس د استازو جرګې ګومارل شوې کمیټې د جي ام بي اچ GMBH په نوم کمپنۍ او د دفاع وزارت د لوژستیکي چارو ادارې ته په یوه مکتوب کې لیکلي چې د لسو ورځو په ترڅ کې دې د دې قرارداد په اړه چې له ۲۰۰۵ کال راهیسې د امریکا د مالیه ورکوونکو پنځه نیم میلیارد ډالره پرې لګېدلي او اوس یې ترمینځ لانجه راپورته شوې ټول اسناد او معلومات برابر کړي.

د امریکا کانګرس د دې لانجې په اړه تحقیقات په داسې حال کې پیل کوي؛ چې په افغانستان کې د امریکا له میلیونونه ډالرو مرستو څخه د ناوړه استفادې په اړه اندېښنې په زیاتېدو دي او له بلې خوا پنټاګون په پام کې لري چې په خپله بودجه کې په زیاته اندازه کموالی راولي.

د امریکا د کانګرس غړو، د دفاع وزارت له لوري پر قراردادونو د څارنې په اړه شک څرګند کړی او دا وېره یې هم ښودلې چې سږکال په ډسمبر میاشت کې یوځل بیا له همدې کمپنۍ سره تر مخکیني هغه لوی قرارداد ونه کړي.

که څه هم ټاکل شوې چې امریکايي ځواکونه به د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستانه ووځي، خو د اټکل له مخې د نوي قرارداد ارزښت به د راتلونکو پنځو کلونو لپاره له لسو نیولې تر دېرش میلیاردو ډالرو پورې وي.

ټاکل شوې چې د کانګرس له خوا په دې اړه د تحقیقاتو لپاره ګومارل شوې فرعي کمیټه به له پنټاګون سره په ګډه په دې برخه کې ظاهراً د تفتیش د نشتوالي په اړه د حقایقو او نتایجو څېړنه وکړي.

سوپریم ګروپ په نوم تورنې کمپنۍ ویلي دي، چې د کانګرس مکتوب ته به سمدستي ځواب ووايي؛ خو د دفاع وزارت د لوژستیکي څانګې ویاند وویل؛ چې دا اداره د کانګرس له خوا د معلوماتو د غوښتنې پر درخواست غور کوي.
XS
SM
MD
LG