د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۵

امریکا د نړۍ د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل کلنی راپور خپور کړ


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل کلني راپور کې، په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې د 2011 کال پاڅونونه الهام بخښونکی بللي.

په 2011 کال کې د نړۍ په هېوادونو کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه په دې راپور کې چې پرون خپور شو؛ ویل شوي دي، چې په تونس، مصر، لیبیا، یمن، بحرین او سوریه کې خلک پاڅېدل، د خپلو طبیعي ازادیو، اقتصادي امکاناتو او د خپلو هېوادونو په سیاسي راتلونکې کې د پراخ ګډون غوښتنې یې وکړې.

د امریکا د بهرنیوچارو وزیرې هیلیري کلنټن د دې راپور د خپرېدو پرمهال په واشنګټن کې وویل؛ 2011 کال په تېره د هغو کسانو لپاره چې د بشري حقونو په هدف پسې دی، یو لانجمن خو ډېرمهم کال و:

″اکثر دا جریانات چې په دې وروستیو کې د خبرونو په سرلیکونو کې وو؛ په منځني ختیځ کې له پاڅونونو نیولې، د برما تر اصلاحاتو پورې د بشري حقونو له مسالې څخه پیل شول.

په دې ترڅ کې ټولو، که ښځې وې که نارینه د خپلو طبیعي حقونو غوښتنه وکړه.″

خو د امریکا د بهرنیوچارووزارت راپور همداراز خبرداری ورکړی؛ چې بدلونونه اکثراً مخکې له دې چې ډیموکراسۍ او بشري حقونو ته د درناوي عامل شي، بې ثباتي راولي.

په راپور کې همداراز یادونه شوې، چې په ډېرشمېر هغو هېوادونو کې چې په پروسږن راپور کې رڼا پرې اچول شوې وه؛ د بشري حقونو وضعیت په مجموع کې اوس هم په ډېر ناوړه حالت کې دی، د مثال په توګه ایران، سوریه، شمالي کوریا، ترکمنستان، ازبکستان، بېلاروس او چین.

د ایران په اړه په راپور کې راغلي دي، د خلکو پر دې حق چې خپل حکومت د آزادو او عادلانه انتخاباتو له لارې په سوله ییزو لارو بدل کړي، سخت محدودیتونه، پر مدني ازادیو قیودات او د خلکو ژوند ته نه پاملرنه په 2011 کال کې په اسلامي جمهوريت کې د بشري حقونو تر ټولو څرګندې ستونزې وې.

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت په کلني راپور کې په ترکمنستان کې د بشري حقونو د حالت یادونه هم شوې، ویل شوي چې مدني آزادیو ته د نه درناوي او په بېرحمۍ سره د خلکو د نیولو او شکنجه کولو ترڅنګ د بشري حقونو کومې کورنۍ غیرحکومتي ټولنې ته اجازه نه ده ورکړل شوې ځکه حکومت دا ډول انجیوګانې نه راجسټر کوي او چې راجسټر نه وي فعالیت یې غیرقانوني بلل کېږي.

راپور د ازبکستان په اړه لیکي چې د دې هېواد په حکومت کې یوې واکمنې ډلې د سیاسي ژوند پر ټولو اړخونو خپله ولکه ټینګه کړې او د دولت تقریباً ټولو څانګې په بشپړ ډول اداره کوي.

راپور زیاتوي، په بېلاروس کې د 2011 کال په ډسمبر میاشت کې د ولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته د بشري حقونو وضعیت لاهم ښه نه دی، په روسیه کې کورنیو او نړیوالو څارونکو د دولتي دوما لپاره په انتخاباتو کې د پراخو درغلیو او ګډوډۍ راپور ورکړ، خو راپور دا یادونه یې هم کړې چې په روسیه کې مدني ټولنې په بېساري ډول ژمنه کړې چې دا بهیر به اصلاح کوي.

د نړۍ په هېوادونو کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کلنی راپور، همداراز یادونه کوي چې په مصر او قرغیزستان کې داسې تاریخي انتخابات وشول چې په عمومي ډول آزاد او عادلانه بلل شوي دي.
XS
SM
MD
LG