د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۰

امریکا د افغانستان په سیاسي برخه کې د ښځو پر ګډون ټینګار وکړ


د ډیموکراسۍ، بشري حقونو او کارګرانو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال، مایکل پوسنر
د ډیموکراسۍ، بشري حقونو او کارګرانو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال، مایکل پوسنر
د امریکا د بهرنیوچارو وزارت په افغانستان او نوره نړۍ کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل کلنی راپور خپور کړ.

په دې راپور کې چې پرون خپور شو، په افغانستان کې د بې امنیتۍ له وجې رامینځ ته شوې ستونزې، د قانون د حاکمیت کمزوري او له ښځو سره د تشدد یادونه شوې ده، خو په واشنګټن کې د دې راپور د خپرولو پرمهال د امریکا د بهرنیوچارو وزارت مرستیال د افغانستان په سیاسي ژوند کې د ښځو د ګډون پر مساله ډېر ټینګار وکړ.

د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د درغلیو د څېړنې د خاصې محکمې د جوړېدو پرسر د افغان ولسمشرحامد کرزي او د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون لانجه، د وسله والو طالبانو له خوا له حکومت سره د تړلو خلکو او ملکي وګړو بې درېغه وژنې، د امنیتي ځواکونو له خوا د بندیانو شکنجه، پراخ اداري فساد او له ښځو سره تشدد، د امریکا د بهرنیوچارو وزارت په کلني راپور کې په افغانستان کې د بشري حقونو ترټولو مهمې ستونزې بلل شوې دي.

همداراز د امنیتي ځواکونو له خوا له محاکمې پرته وژنې، د زندانونو ناوړه وضعیت، د دولتي ځواکونو له خوا د شکنجو او وژنو په اړه د حکومت بې ګټې تحقیقات، په خپل سر د خلکو نیول او بندي کول، له محاکمې پرته د بندیانو ساتل او ګڼ شمېر نور موارد په افغانستان کې د بشري حقونو د نورو ستونزو په توګه یاد شوي دي.

خو پرون کله چې د نړۍ په هېوادونو کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه راپور رسماً په واشنګټن کې خپرېده نو د ډیموکراسۍ، بشري حقونو او کارګرانو په چارو کې د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال، مایکل پوسنر د خبرو ډېره پاملرنه په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو مسالې ته وه:

″موږ اندېښمن یو او د افغان مېرمنو استازې هم سخته اندېښنه لري. ښځې په افغانستان کې د پخلاینې د بهیر مهمې لوبغاړې دي، نو باید له سیاسي بهیر څخه په حاشیه کې پاتې نه شي.

دوی باید په چارو کې ګډون ولري او حقونو ته یې باید بشپړ درناوی وشي.″

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت په راپور کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندې د پراخ تشدد او ټولنیز تبعیض یادونه شوې، خو ښاغلي پوسنر د افغانستان په سیاسي راتلونکې کې ښځو ته د ونډې د ورکولو پر اړتیا هم ټینګار وکړ:

″موږ دې مسالې ته پاملرنه کړې او د افغان ښځو له استازو سره مو په دې اړه د خبرو لپاره ډېر وخت لګولی دی.

په سیاسي بهیر کې د ښځو د ګډون او د دې خبرې د یقیني کولو لپاره چې د ښځو او نجونو حقوق به خوندي وي یو لوی پروګرام پرمخ روان دی. دې ستونزې ته موږ ښه پاملرنه کړې ده.″

د امریکا بهرنیوچارو وزارت مرستیال، مایکل پوسنر په پاکستان کې د بشري حقونو روان وضعیت هم د اندېښنې وړ وباله، ویې ویل چې امریکا په بلوچستان کې له روان تشدد څخه اندېښنه لري.

پوسنر د 2011 کال په نوامبر میاشت کې د یوې پاکستانۍ محکمې له خوا د اسیه بي بي په نوم د یوې عیسوي ښځې د مرګ حکم ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، د امریکا متحدایالات د هغو کسانو له وجې چې په پاکستان کې د قوانینو په وړاندې درېږي ډېره اندېښنه لري.
XS
SM
MD
LG