د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۱

ایران د افغاني رسنیو د درېيمې برخې ملاتړ کوي


رویټرز خبري اژانس د یو شمېر افغان چارواکو او د رسنیو د کارکونکیو له خولې وايي، چې دا مهال د افغانستان د رسنیو په تقریبا دریمه برخه ایران اغیز لري چې یا یې مالي ملاتړ کوي او یا هم ورسره اړیکې پالي.

د رویټرز خبري اژانس د یو لوړ پوړي افغان چارواکې له خولې چې نوم یې نه دی یاد شوی ویلي ایران غواړي له دې لارې په افغانستان کې خپل نفوذ دومره پراخه کړي چې د امریکا د نفوذ مخه ونیسي.

دې چارواکې ویلي، ایران بې له شکه چې د کار د یو شمېر افغان رسنیو د ملاتړ او تمویل له لارې کوي.

رویټرز خبري اژانس د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د یو پخواني سلاکار داود مرادیان چې اوس په امریکايي پوهنتون کې استاد دی وايي، ایران هر کال په افغانستان کې سل میلونه ډالر مصروفوي چې ډیر یې په رسنیو لګوي، د مدني ټولنې پر پروژو او دیني مدرسو لګوي.

رویټرز خبري اژانس وايي، چې په دې موضوع یې د ایراني چارواکو د نظر اخیستلو هڅه کړې ده، خو هغوي پرې له تبصرې ډډه کړې.

د راپور په وینا د ناټو د غړېو هېوادو د مشرانو د شیکاګو هغې پریکړې چې د راتلونکې کال تر نیمايي به د ټول افغانستان امنیتي چارې افغان ځواکونو ته سپارې دا ایران د نفوذ ستونزه نوره جدي کړي.

یو شمېر څیړونکې وايي، د افغانستان څخه د ناټو د سرتیرو وتل به په دې هېواد کې لا زیاتې بې ثباتۍ ته لاره هواره کړي او کورنۍ جګړه به ونښلي.

په عین حال کې به ایران او د سیمې نورو هېوادونو ته یو ځل بیا دا زمینه برابره شي چې په افغانستان کې د ځواک له تشې په خپله ګټه کار واخلي.

رویټرز خبري اژانس په خپل دې راپور کې د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتيژیک تړون تر لاسلیک وروسته د ایران سخت عکس العمل ته اشاره کړي او وايي، په کابل کې د ایران ملاتړو رسنیو پر دې تړون سخت انتقادونه وکړل او د ایران سفارت هڅه کوي چې د افغانستان د ملي شورا استازي وهڅوي څو دا تړون تصویب نه شي.

رویټرز خبري اژانس د افغانستان د ملي امنیت د چارواکو له خولې ویلي، چې ایران د یو شمېر افغان رسنیو مالي ملاتړ کوي. په دې کې د انصاف په نوم اونیزه، د تمدن او نور تلویزونونه یاد شوي دي.

په راپور کې د تمدن تلویزون د یو خبریال له خولې چې اوس یې په دې تلویزوني شبکه کې له کار کولو لاس اخیستی ویل شوي چې له دې تلویزون سره د ایران مرسته بیخي څرګنده ده.

د خبریال رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د تمدن تلویزون دفتر له هغو پوسټرونو ډک دی چې خلک د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د سند پر ضد مظاهرو ته رابولي.

دی وايي، موږ به خپلو تلویزوني بحثونو ته هغه ایران پلوي کارپوهان راغوښتل چې ویل به یې ایران یوازینی هېواد دی چې افغانستان ته خواړه او نورو مواد برابرولی شي.

رویټرز خبري اژانس د تمدن تلویزون د یو چارواکې محمد رحمتي له خولې دا ټول تورونه رد کړي او دایې سپکاوی بللی.

رحمتي ویلي، پر دوي ځکه دا انتقادونه کوي چې دوي اصلي اسلامي ارزښتونه ښيي او د ښځو نڅاګانې نه خپروي.

په راپور کې د امریکا د هغې اندېښنې یادونه شوې چې د افغانستان څخه د سرتیرو تر ایستلو وروسته یې په دې هېواد کې د ایران د اغیز د پراخیدو په اړه لري او زیاتوي چې ایران ورته کار په عراق کې وکړ او هلته یې د امریکا تر یرغل وروسته خپل نفوذ ډیر پراخ کړ.

په راپور کې ویل شوي، چې دا مهال په عراق کې تر نیمايي د زیاتو رسنیو ملاتړ او تمویل له ایران څخه دی.
XS
SM
MD
LG