د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۴

"افغانستان یوه قوي جنګې قوت ته اړتیا لري"


جنرال جان ایلن
جنرال جان ایلن
جنرال جان ایلن وایي، د امریکا متحده ایالات به په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو کې په افغانستان کې “د نظر وړ جنګي قوت” ته اړتیا ولري. دی وایي، مونږ جنګی قوت ته ضرورت لرو او فکر نه کوم چې په دې کې دې څوک مخالفت وکړي. جنرال ایلن وایي، زه به ولسمشر بارک اوباما ته په دې ارتباط ریښتیني څېړنه وړاندې کړم.

ټاکل شوې، چې جنرال ایلن به په روان اوړي کې ټول هغه ۳۳ زره اضافې عسکر له افغانستان څخه وباسي چې جمهور رئیس اوباما په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کلونو کې د طالب وسله والو د ټکولو په مقصد استولې وو.

کله چې دا اضافې عسکر له افغانستان څخه ووځي نو جنرال ایلن به د حالاتو جاج واخلې او سپینې ماڼۍ ته به د پاتو ۶۸ زرو امریکایي عسکرو د ایستلو په اړه وړاندیزونه وکړي.

په افغانستان کې د امریکایي او ناتو ځواکونو عمومي قوماندان وایي، زه به د وسله والو د وضعیت او د افغان پوځي ځواک د ودې د څرنګوالې په اړه ژوره کتنه وکړم . دهمدې اروزنې پر اساس به جمهور رئیس بارک اوباما پوره معلومات ولري چې د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو په مودې کې څه شمېر عسکر له افغانستان څخه وباسي او دغه راز به د طالبانو د بیا راتګ مخه ونیوله شي.

جنرال ایلن وایي، دا مهال نشي ویلاي چې څه شمېر امریکایي عسکر به په افغانستان کې پاته کېږي.

په افغانستان کې د امریکایي او ناتو ځواکونو عمومي قوماندان پوره ډاډمن دی چې په افغانستان کې د عسکرو د شمېر په کمیدو سره به طالبان د بیا راتګ امکان پیدا نکړي.

دی وايي، موږ دا اراده نه لرو چې ځای به بالاخره طالبانو ته پریږدو او دا هم نه ده څرګنده چې طالبان دې د هغو سیمو د بیرته نیولو توان ولري چې بهرني ځواکونه ورڅخه وځي.

له بلې خوا، د پاکستان او امریکا اړیکې پدي وروستیو کې خړپړ شوي خو جنرال ایلن د چهارشنبې په ورځ وویل، دواړه هیوادونه یو ځل بیا خبرې کوي او دا لږترلږه مثبته علامه ده،ده دا هم وویل:

“موږ باید محتاط اوسو چې د پرمختګ په اړه مبالغه ونه کړو، خو حد اقل په تېرو څو اونیو کې مو له پاکستان سره په خبرو کې واقعې پرمختګ کړی او دا کارپه تېر وخت کې نه و شوی”.

جنرال ایلن د امریکا دفاع وزارت کې د خبرو پر مهال وویل، دا وورستۍ ستونزې دا معنی نلري چې له پاکستان سره د امریکا اړیکې مخ په خرابیدو دي، خوا دا یي هم ومنله چې هر څه بیرته سم شوي هم ندي.
XS
SM
MD
LG