د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۲

محمود کرزی د کابل بانک په اړه پر ځان وروستي لګیدلی تورونه رد کړل


د جمهور ریس حامد کرزي ورور، محمود کرزی د کابل بانک د مالي بحران په اړه پر ځان وروستي لګیدلی تورونه ردوي.

ښاغلي کرزي د چهارشنبې په ورځ له ازادۍ راډیو سره په مرکه کې وویل، چې د کابل بانک د مسلې په ارتباط یې خپل پورونه ورکړي دي.

د کابل بانک د تصفیې د څانګي ریس عبدالحمید محبي پرون د محمود کرزي نوم د هغو کسانو په لست کې اعلان کړ، چې د ده په وینا، لا هم د کابل بانک پوروړی دی.

د افغانستان د مالیې وزیر، د افغانستان بانک ریس او د کابل بانک د تصفیې د څانګي ریس پرون د ولسي جرګې غونډې ته وربلل شوي وو.

له دوي څخه د کابل بانک د پورونو د حصول په اړه د وروستیو معلوماتو او پرمختګونو په اړه پوښتنې وشوې.

محمود کرزی، شیرخان فرنود او د جمهور ریس د مرستیال ورو حسین فهیم هغه کسان دي، چې د ښاغلي محبي په وینا، تر اوسه یې خپل پورونه نه دي ورکړي.

خو محمود کرزي ازادۍ راډیو ته په تیلیفوني تماس کې وویل، چې دا مسله سیاسي اړخ لري او پر ده لګول شوي تورونه بې اساسه دي.

ازادۍ راډيو هڅه وکړه، چې د ښاغليو حسین فهیم او شیرخان فرنود له لوري هم پر دې مسله نظر واخلي، خو بریالي نه شوو.

د کابل بانک د تصفیې د څانګي ریس عبدالحمید محبي پرون د ولسي جرګې غونډې ته وویل ، چې د دې بانک د مالي بحران عمده مسولین یاد شوي دری کسان دي .

خلیل الله فیروزي، حاجي طاهر ظاهر ، حیات الله نعمت غلام داود او شکرالله شکران هم ، د کابل بانک د چارواکو له خوا د بانک عمده پوروړي بلل شوي دي.
خو محمود کرزی وايي لږترلږه پر ده د پورونو د ثابتولو اسناد نه شته . محمود کرزي ازادي راډیو ته وویل : په دې ارتباط باید ژر تر ژره د قضايي ادارو له خوا اقدام وشي او دا دوسیه باید نوره ونه ځنډیږي.

د افغانستان د مالي وزیر وویلي، چې د ولسمشر د فرمان پر اساس، هغه کسان چې د جوزا تر لسمې نیټې د کابل بانک پور نه شي ورکولای ، باید محاکمه شي.

په عین حال کې ولسي جرګې پریکړه کړې ، چې د افغانستان بانک عمومي ریس به د ولسي جرګې راتلونکې غونډي ته ور وغواړي.
XS
SM
MD
LG