د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۵۵

هغه قرباني چې امریکایي سرتیرو په افغانستان کې ورکړې، بې ځایه نه وه


د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع پخوانی وزیر کولن پاول
د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع پخوانی وزیر کولن پاول وایي، افغانستان د دې ارزښت درلود، چې د طالبانو او القاعده د ځپلو او د دې هېواد د امن کولو لپاره امریکایي عسکر قرباني ورکړي.

کولن پاول چې پخوایي د امریکا د ملي امنیت د سلاکار او د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز په توګه هم دندې ترسره کړي، څرګنده کړه چې د ده په باورد دې لپاره چې افغانان د یوه خپلواکه دولت د لرلو چانس پیدا کړي یوه داسې دولت چې د ټولو قومونو استازیتوب وکړي او په دې هېواد کې امن او ثبات ټینګ شي، دغه قرباني بې ځایه نه وه چې دغه هدف ترلاسه شي.

پاول د تیرې سې شنبې په ورځ له امریکایي ان بي سي ټلویزیون سره په مرکه کې په افغانستان کې په ۲۰۰۹ کال کې د امریکا د پوځي حضور پیاوړتیا ته په اشاره وویل، چې له دو کالو وروسته نن ورځ لیدل کیږي چې د افغانانو ظرفیتونه پورته تللي، افغان امنیتي ځواکونه له کمي او کیفي پلوه پیاوړي شوي دي، خو زیاته یې کړه چې تاسو له دې زیات څه نه شي کولای او وړاندې نشی تللی بلکه دا په خپله افغانان دي چې باید د خپل هېواد مسولیتونه په غاړه واخلي.

د امریکا د دفاع پخواني وزیر دا اعتراف هم وکړچې دی ډاډه ندی چې په افغانستان کې سوله او امنیت به کله چې بهرنی ځواکونه له دی هیواده وځی او د کابل حکومت بشپړمسولیت په غاړه اخلی، لا ټینګ شي.

پاول وویل، دا به په راتلونکې کې معلومه شي، خو دې له شوېو پرمختګونو چندان راضي نه دی په تیره بیا له افغان حکومته خو بیخي راضي نه دی ځکه دا حکومت پر اداري فساد سربیره ډیرې نورې ستونزې هم لري.

کولن پاول ټینګار وکړ، چې بالاخره یو وخت باید موږ د خپلو هڅو لپاره سرحد وټاکو.

کولن پاول دا څرګندونې یوه ورځ وروسته تردې کولې چې په شیکاګو کې د ناتو سرمشریزه پای ته ورسیده او په کې له افغانستانه د ۲۰۱۴ کال ترپایه د امریکایي او نورو متحدینو د عسکرو د تدریجي وتلو د پلان ملاتړ وشو.

د ای کژوالیټي په نامه انترنت پاڼه چې د افغانستان په جګړه کې د بهرنیو عسکرو د وژنې ارقام خپروي وایي، چې په دغه جګړه کې چې له پیله یې یوه لسیزه وځي، تر اوسه ۱۹۷۹ امریکایي عسکر وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG