د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۳

ولسمشراوباما او ناټو: د افغانستان جګړه په تدریجي ډول ختموو


د ناتو په مشریزې غونډې کې په دې مسلې بحث وشو، چې په افغانستان کې په تدریجي او مسول ډول د جګړې ختمول د امریکا د جمهور رئیس بارک اوباما او ناتو مشرانو په واک کې نه دي.

که د طالبانو قوت زیات شي او د ګاونډيو هېوادونو ملاتړ ورسره وي، په هغه صورت کې به د دغې جګړې د ختمولو او د عسکرو د ایستلو ستراتیژي چې په پوره دقت او احتیاط جوړه شوې، ښه نتیجه ورنه کړې.

دا په دې معنی ده چې طالبان، پاکستان او ایران لا هم مطرح دي. د افغانستان په ټولو برخو کې د طالبانو حملې دوام لري او له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته زیاته لیوالتیا نه لري.

طالبانو په شیکاګو کې د ناتو غونډه یوه ننداره بللې او وایي، نتیجه نه ورکوي.

د شیکاګو په غونډې کې ناتو مشرانو هغه پلان تصویب کړ چې افغان امنیتي ځواکونه به د ۲۰۱۳ کال په نیمایی کې ټول امنیتي مسولیتونه په غاړه اخلي، بهرني ځواکونه به یي یوازې ملاتړ کوي او د روزنې چارې به پر مخ وړي.

بهرني ځواکونه به د ۲۰۱۴ کال په پای کې په افغانستان کې خپل محاربوي ماموریت پای ته ورسوي.

د ناتو پلان دا دی چې په افغانستان کې خپل پوځي حضور په تدریجي ډول کم کړې او په دې توګه به په دې هېواد کې د احتمالي کورنۍ جګړې مخه ونیسي.

دوې لسیزې وړاندي له افغانستان څخه د شوري ځواکونو له وتلو وروسته پدي هیواد کې کورنۍ جګړه پیل شوي وه، ستر مصیبتونه یي رامنځ ته کړل، د طالبانو او القاعده وسله والو راپورته کېدو ته یي لار هواره کړه.

په ناتو کې د امریکا د متحده ایالاتو دائیمي استازي ایفو ډادلر د سه شنبې په ورځ خبریالانوته وویل، امریکا په افغانستان کې د ستراتیژۍ د بدلون یا انتقال په جریان کې د ایران او په خاص ډول د پاکستان رول یا ونډه له نږدي څاري،ډاډلر وایي:

“مونږ له پاکستان سره ډېرې فعالې او ژورې خبرې پیل کړې تر څو هغه لارې پيدا کړو چې پر اساس یي د هغو ستونزو د له منځه وړلو په کار کې همکاري ډاډمنه کړو چې په افغانستان کې زمونږ د ستراتیژۍ د بري په مخکې پرتې دي. له همدي امله ده چې مونږ باید د تروریستانو پر وړاندي خپلو همکاریو ته دوام ورکړو”.

پاکستان په وارو وار ویلي چې دوي یو باثباته افغانستان غواړي. د امریکا متحده ایالاتو په تېرو لسو کلونو کې پاکستان ته د میلیاردونو ډالرو مرستې ورکړې تر څو د اسلامي بنسټ پالو په ټکولو کې د اسلام آباد ملاتړ حاصل کړي، خو امریکایی چارواکو دغه راز پاکستان تورن کړی چې ټینګ یا صادقه متحد ندی او حتی وایي، پاکستان د هغو طالب وسله والو ملاتړ کوي چې په افغانستان کې پر امریکایي عسکرو حملې کوي. پاکستان دا تورونه رد کړیدي.

د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما په شیکاګو کنفرنس کې د پاکستان او آیساف په اړه وویل:

“زه نه غواړم چی ریښتیې ستونزې یا ننګونې پټې کړم. پدي کې هیڅ شک نشته چې په تېرو څو میاشتو کې د پاکستان او آيساف تر منځ او د امریکا د متحده ایالاتو او پاکستان تر منځ شخړې موجودې وې. زه فکر کوم ددي ستونزو د حل لپاره له پوځي او ډپلوماتیکو چینلونو له لارې کار شویدی.

خو بالاخره، یو باثباته او بریالی پاکستان زمونږ په ګټه دی. او دا د پاکستان په ګټه ده چې له مونږ او نړیوالي ټولنې سره کار وکړي او دا خبره یقینی کړي چې پاکستان پخپله د افراطیت ښکار شوی ندی”.


ایران هم دا توان لري چې په افغانستان کې د ناتو پلان پیچلی کړي. ایران نه غواړي چې په ختیځي پولې کې یي امریکایي پوځيان چکر ووهي او د افغانستان او متحده ایالاتو تر منځ د سترایتژیکې همکارۍ تړون له نږدي څاري.

تېر کال ناتو ځواکونو په ایران کې جوړ شوي هغه ۴۸ توغندي نیولې وو چې د طالبانو په واک کې ورکول کېدل. ناتو چارواکو ویلي، ددي وسلو استول ښیې چی د ایران دولت په افغانستان کې طالبانو ته وسلې ورکوي چې د ایتلافي ځواکونو پر ضد یي استعمال کړي.

دا مهال افغانان د خپل هیواد دراتلونکې په اړه د ناتو د مشریزي غونډې د خوشی بینۍ ارزوني ته سترګې په لار او متظر دي، اسوشوئتدپرس آژانس د افغان کارپوه مولانا فرید خبره راخیستي چې وایي:

“د شیکاګو په کنفرنس کې د نړۍ مشرانو د افغانستان په ساتنې کې خپل اتحاد اعلان کړ، خو مونږ لا هم په خپل هیواد کې د پاکستان او ایران په اړه اندیښنې لرو”.
XS
SM
MD
LG