د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۹

د امریکا سنا د راتلونکي مالي کال لپاره د بودجې یوه لایحه تصویب کړه


د راتلونکي مالي کال لپاره د امریکا د بهرنیو مرستو په اړه د سنا جرګې تصویب شوې بودیجه چې له پاکستان سره یې د امریکا مالي مرسته له نیمایي زیاته کمه کړې، اسلام اباد ته یو بل خبرداری دی چې که په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ ځواکونو لپاره د اکمالاتو لاره پراننیزي نو به له دې هېواد سره په مرستو کې نور هم کموالی راشي.

د سنا جرګې د تدارکاتو کمیټې د بهرنیو عملیاتو په اړه له افغانستان، عراق او مصر سره هم مالي مرستې کمې کړي، خو له اردن سره یې دې هېواد ته په سوریه کې د جګړو له امله د کډه شویو کډوالو د ستونزو د هواري په خاطر پنځوس میلیون ډالره اضافي مرسته تصویب کړې ده.

د دغې کمیټې غړیو په شفاعي رایي ګیري کې ټوله ۵۲،۱ میلیارډ ډالره بودیجه چې د ۲۰۱۳ مالي کال لپاره د ولسمشر بارک اوباما له وړاندیز شوې بودیجې ۲،۶ میلیارډ ډالره کمه ده، تصویب کړه، د امریکا مالي کال د اکتوبر له میاشتې پیلیږي.

د سناجرګې د تدارکاتو د کمیټې ټول غړي به د راتلونکې پنجشنبه په ورځ غونډه کوي او دغې بودیجې ته به نهایي رایه ورکوي.

ډموکرات سناتور پاتریک لیټي او د تدارکاتو د کمیټې مشر او د دغې کمیټې لوړرتبه جمهوري غوښتونکي غړي سناتور لیندسي ګراهام وویل، له پاکستان سره مالي مرستی په سلو کې ۵۸ کمې شوې، دا ځکه چې ډیر وکیلان د تروریزم په وړاندې جګړه کې د اسلام اباد پر همکاری شک کوي او هم په کانګرس کې تیر کال اسلام اباد ته نژدې د اسامه بن لادن د وژلو پر سر قهراو غوصه موجوده ده.

د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ کړکیچ وروسته تردې هم زیات شوی چې پاکستان تیرکال د امریکا د هوایي برید په غبرګون کې چې ۲۴ پاکستاني عسکر یې ووژل، په افغانستان کې دیره د ناتو په مشرۍ نړېوالو ځواکونو پرمخ د اکمالاتو لارې وتړلې.

سناتور ګراهام د تدارکاتو د کمیټې له راییګیري وروسته خبریالانو ته وویل، موږ په دغه پایپلاین نورې پیسې نه لګوو، که دغه لارې بیرته پرانیستل شي، موږ به له دغه پایپلاین څخه خپلې ټولې پیسې بیرته واخلو.

موږ نه غواړو پرهغه هیواد پانګونه وکړو چې په افغانستان کې دیره زموږ د ځواکونو په وړاندې ګواښونو په له منځه وړلو کې له موږ سره صادقانه همکاري نه کوي.

د امریکا د سناجرګې په تصویب شوې بودیجه کې له پاکستان سره یومیلیارډ ډالره مرسته کیږي چې په دې کې ۱۸۴ میلیون ډالره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د عملیاتو او اته سوه میلیون ډالره بهرنۍ مرسته شامله ده.

د سناتدارکاتو کمیټې دغه راز پردغو پیسو مختلف شرایط هم لګولي دي.

سناجرګې دغه راز د راتلونکي مالي کال لپاره له افغانستان سره د امریکا مالي مرسته هم په سلو کې ۲۸ یانې درې نیم میلیارډ ډالروته کمه کړې ده.

دغه مرستې په دې خاطر کمې شوي چې افغانان د خپل هیواد زیات مسولیتونه په غاړه اخلي اومتحده ایالات په دې هیواد کې ملکي او پوځي حضورکموي.

د امریکا د کانګرس د استازیو جرګې هم د راتلونکي ۲۰۱۳ مالي کال لپاره شاوخوا ۴۸ میلیارډ ډالره بودیجه تصویب کړې ده.

د دې لپاره چې کانګرس نهایي بودیجه تصویب کړې نو دواړه جرګې باید په تصویب شویو بودیجو کې اختلاف له منځه یوسي.
XS
SM
MD
LG