د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۱

د حق او عدالت ګوند: د شیکاګو کنفرانس لاسته راوړنې د پام وړ وې


سره له دې چې ځینې سیاسي څیړونکي د شیکاګو کنفرانس لاس ته راوړنې د پام وړ نه ګڼي، خو د حق او عدالت ګوند د دې کنفرانس پریکړې له افغانستان څخه د نړېوالو ټینګ ملاتړ بولي.

د دې ګوند ویاند حمید الله فاروقي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، که څه هم د شیکاګو په کنفرانس کې ځیني ناخوالې وې خو دا په کې معلومه شوه چې نړېوال اوس هم د افغانستان په برخه کې په خپلو کړیو ژمنو ولاړ دي.

د ښاغلي فاروقي په خبره د شیکاګو کنفرانس وښوده، چې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته افغانستان یوازې نه دی بلکې په سیاسي، امینتي او اقتصادي لحاظ ناټو او نړېواله ټولنه ورسره ولاړه ده:

"کومې لاس ته راوړنې چې له دې کنفرانس څخه افغانانو ته په لاس راغلي او کومې ژمنې او تضمینونه چې وشول، زه باور لرم که افغانان ورڅخه په سیاسي عقلانیت ګټه پورته کړي او له احساساتو کار وانخلي، سره له دې چې له ستونزو سره به مخامخ وي خو زه ډاډ درکوم چې خپل هېواد به له هغو سیمه ایزو ګواښونو څخه وژغورو چې دا مهال ورسره لاس او ګریوان دي."

د امریکا په شیکاګو ښار کې د ناټو د سرمشریزې په دوه ورځنۍ غونډه کې چې د دې سازمان له اته ویشتو غړیو هېوادونو سربیره، لسګونو نورو هېوادونو او نړېوالو سازمانونو هم په کې برخه اخیستې وه د افغانستان په اړه مهمې پریکړې او ژمنې وشوې.

د دې کنفرانس په پریکړو کې ټینګار وشو، چې په افغانستان کې د امنیتي مسوولیتونو د انتقال لړۍ له پخوانۍ مهال ویش سره سمه ترسره شي او له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته دې د افغانستان له امنیتی ځواکونو سره هر راز مرسته وشي.

خوپه عین حال کې یو شمېرعام خلک او سیاسي کتونکي انتقاد کوي، چې د شیکاګو له کنفرانس څخه هغه څه ترلاسه نشول چې دوي یې تمه درلوده.

خو د حق اوعدالت ګوند ویاند حمید الله فاروقي د شیکاګو تیر کنفرانس ته په ښه سترګه ګوري او وایي، چې نړېواله ټولنه باید د افغانستان په اړه په شیکاګو کنفرانس کې د خپلو پریکړو د عملي کولو لپاره هڅې وکړي، ده سپارښتنه وکړه چې افغان دولت ته هم په کار ده چې د نړېوالې ټولنې پر وړاندې خپلې ټولې کړې ژمنې عملي کړي:

"موجوده حکومت باید د خپلو مسوولیتونو د ترسره کولو لپاره په خپلو کړیو ژمنو وفا وکړي او باید له دې نوي پړاو او فرصت څخه چې له نړۍ سره یې ټینګه کړه ډیره ګټه پورته کړي.

هغه فاصلې باید له منځه یوسي چې اوس مهال د دولت او خلکو ترمنځ ده.

د ښې حکومتدارۍ، د فساد پر ضد د مبارزې او دغه راز د سولې لپاره د یوه ښه میکانیزم په رامنځ ته کولو سره دا کارونه کیدای شي."


د شیکاګو په کنفرانس کې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې، تجهیز او هغوي ته د سلا مشورو د ورکولو پریکړې هم شوي.

دغه راز افغان حکومت هم په ټینګه ژمنه کړې چې د اداري فساد د له منیځه وړلو او د ښې حکومتدارۍ په هدف به خپلې روانې هڅې نورې هم ګړندۍ کړي او په هره برخه کې به شفافیت او حساب ورکونه په پام کې نیسي.
XS
SM
MD
LG