د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۳۴

ترکمنستان د هند او پاکستان سره د طبیعي ګازو د لیږد تړون لاسلیک کړ


ترکمنستان د هند او پاکستان سره د طبیعي ګازو د انتقال د هغه پایپ لاین تړون لاسلیک کړی دی، چې له مخې به یې د ترکمنستان څخه هندوستان او پاکستان ته د افغانستان له لارې د اتلس سوه کیلومترو په اوږدوالي پایپ لاین غزول کیږي.

د ګازو د دې پایپ لاین یولس سوه کیلو متره برخه له افغانستان څخه تیریږي او پر هندوستان او پاکستان سربیره د افغانستان لپاره هم یوه مهمه اقتصادي پروژه ده.

د هندوستان د ګایل په نوم د ګازو د دولتي کمپنۍ او د پاکستان د اینټر سټیټ ګاز سیسټم په نوم د ګازو د خصوصي کمپنۍ استازي ترکمنستان ته تللي وو او د چارشنبې په ورځ یې له ترکمن چارواکو سره د دې پایپ لاین د غزولو تړون لاسلکیک کړ. ددې پروژې ارزښت اوه نیم میلیارده ډالر، ښودل شوی دی.

د دې پایپ لاین په اړه له تیرو شلو کلونو راهېسې بحثونه روان وو، خو په وړاندې یې لویه ستونزه په افغانستان کې د وسلوالو طالبانو فعالیتونه او نا امنۍ ښودل کیدلې.

اوس په دې پروژه کې ښکیل هېوادونه غواړي چې د امنیتي اندېښنو سره، سره دا پایپ لاین وغزوي.

څارونکي وايي، په دې سره به افغانستان چې پایپ لاین له خاورې تیریږي اقتصادي ګټه ترلاسه کړي.

د هندوستان او پاکستان لپاره به یې هم ګټه دا وي چې د دې دوو رقیبو هېوادونو ګټې به شریکې کړي او دا به د سیمې د امنیت اوثبات سره مرسته وکړي.

د امریکا متحده ایالات چې د دې پایپ لاین د غزولو ملاتړ کوي بیا هڅه کوي چې په دې سره ایران چې غواړي پاکستان ته له خپلې خاورې د ګازو پایپ لاین وغزوي نور هم منزوي کړي.

د ګازو د پایپ لاین په دې پروژه کې ښکیلو هېوادونو تر دې دمخه په پاکستان کې غونډه کړې وه او په کې په دې سلا شوي وو چې افغانستان به د ګازو د ترانزیت په بدل کې څومره پیسې اخلي.

ویل کیږي، چې افغانستان به هم د دې پایپ لاین له لارې یوه کمه اندازه طبیعي ګاز تر لاسه کوي، خو په دې برخه کې باید په جلا توګه د ترکمنستان له چارواکو سره یوه موافقه وکړي.

د امریکا متحده ایالات که څه هم په مستقیمه توګه د دې پروژې په اړه په روانو خبرو کې برخه نه لري، خو له ۱۹۹۰ کال راهېسې د ګازو د دې پایپ لاین د غزولو ملاتړ کوي.

د ټاپي په نوم د دې پروژې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یو ویاند رسنیو ته ویلي، چې دا د سیمه ایزو ستراتیژیکو لومړیتوبونو لپاره یوه مثبت ګام دی.

ویل کېږي، چې د اتلس سوه کیلومترو په اوږدوالي دا پایپ لاین به د ورځې د نوي میلونو کیوبیک میټرو ګازو د انتقال ظرفیت ولري.

تر اوسه د دې ګازو د بیې او دا چې په کې ښکیل هېوادونه هر یو به د پایپ لاین څخه څومره ګاز اخلي نه دي په ډاګه شوي.

په داسې حال کې چې ددې پایپ لاین د غزولو په اړه موافقه لاسلیک شوي، تر اوسه هغه ستونزې هم پر ځای پاتې دي چې څنګه به دا پایپ لاین په سیمه کې د روانو ناکراریو سره سره په نا امنیو سیمو کې غزول کیږي.
XS
SM
MD
LG