د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

بې پيلوټه امریکايي الوتکو بیا پر شمالي وزیرستان برید وکړ


د پاکستان په شمالي وزیرستان قبائلي سیمه کې دولتي مقامات وايي، بې پيلوټه امريکايي الوتکو یوارې پر دې سیمه برید وکړ او څو تنه مشکوک سخت دریزي وسله وال يې ووژل.

یوه ځايي دولتي مقام، چې نه يې غوښتل نوم او غږ یې خپور شي رسنیو ته وویل، چې دا برید د مرکز میرانشاه په اړوندو کې پر یوه کور شوی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې بې پيلوټه الوتکو پر هغه کور چې ګومان کیږي سخت دریزي وسله وال پکې دیره وو دوه توغندي وتوغول او د کور ډیری برخه يې ویجاړه کړه.

که څه هم پاکستاني مقامات په رسمي توګه د بې پيلوټه الوتکو د بریدونو په باب رسنیو ته معلومات نه ورکوي، خو دغه مقام وايي د په نښه شوي کور له کنډوالو څخه د دریېو تنو مړي ترلاسه شوي دي،نوموړي وژل شوي کسان سخت دریزي وسله وال وبلل خو د بشپړ هویت په باب يې بې خبري وښوده.

په عین حال کې ځینې سرچینې بیا وايي، چې په دغه کور کې د حقاني شبکې وسله وال جنګيالي اوسیدل خو دا نده څرګنده چې د برید پر مهال هم همدا خلک پکې وو که څنګه؟

بې پيلوټه الوتکو په داسې حال کې پر شمالي وزیرستان برید کړی، چې د پاکستان جمهور رئیس آصف علي زرداري یواځې یوه ورځ وړاندې په شیکاګو کې د ناټو په مهمه غونډه کې ددې لړۍ د بندولو غوښتنه تکرار کړه.

که څه هم ددغو بریدونو لړۍ له ۲۰۰۴ میلادي کال راهیسې پيل شوې او تر ډيره پکې وزیرستانونه په نښه کیږي، خو پاکستان تر څو کلنۍ چوپتیا وروسته په دې وروستیو کې ددې بریدونو د بندولو غوښتنې ته زور ورکړی.

د پاکستان دلیل دادی، چې په دې بریدونو کې تر ډیره ولسي خلک په نښه کیږي خو متحد ایالات او لويديځ مطبوعات بیا دغه ادعاوې ردوي او وايي، بې پيلوټه الوتکې پر ډيرې پرمخ تللې ټکنالوجۍ سمبال دي او یواځې سخت دریزي وسله په نښه کوي.

د شمالي وزیرستان په باب ویل کیږي، چې په دې سیمه کې پر پاکستاني طالبانو او القاعده سربیره د حقاني شبکې په ګډون د افغان طالبانو بیلابیل ګروپونه مرکزونه لري او له دې ځایه افغانستان ته جنګیالي لیږي.

د افغانستان دولت او متحد ایالات د استخباراتي معلومات پر بنسټ وايي، چې دغه ډلې په یاده سیمه کې د ځان مرګي بریدګرو په لسګونو روزنیز مرکزونه لري او هره ورځ پکې تنکي ځوانان روزل کیږي او افغانستان ته يې استوي.

که څه هم نړېواله ټولنه چې د امريکا متحد ایالات يې په سر کې قرار لري له پاکستانه په دې سیمه کې د سخت دریزو وسله والو پرضد د پریکنده پوځي عملیاتو غوښتنې کوي، خو پاکستان لا هم دې کار ته زړه نه ښه کوي.
XS
SM
MD
LG