د متحد ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت دا خبر تایید کړ، چې سږ کال اوړی به یې په کابل کې سفیر خپله دنده پریږدي.
د متحد ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت ویاندی ویکتوریا نولاند وویل، هغه د روغتیایي ستونزو له کار پریږدي.
په کابل کې د امریکا سفارت هم پرون هغه راپورنه تایید کړل، چې وایي تجربه کار دیپلومات راین کراکر به سږ کال دوبی په افغانستان کې د امریکا د سفیر په توګه خپله دنده پریږدي.
دوه شپیته کلن کراکر تیر کال د جولای په میاشت کې خپل په کابل کې د امریکا د سفیر په توګه وټاکل شو.
هغه تر دې دمخه له دوه زره اوم تر نهم کلونو پورې په عراق کې د امریکا د سفیر په توګه کار کړې وو او تر دې دمخه یې په لبنان، پاکستان او کویټ کې هم د متحد ایالاتو د سفیر په توګه ماموریت تر سره کړی.
دا چې راین کراکر څومره د افغانستان لپاره مناسب سړی دی ؟ د هغه پر ځای بل کس به څومره وکړای شي چې د افغانستان او امریکا ترمنځ اړیکې وپالي او د له افغانستان سره د متحد ایالاتو مرستې سمبال کړي؟
فریده هوډ سیفي په همدې اړه د سیاسي چارو له کارپوه او پخواني افغان دیپلومات احمد سعیدي سره مرکه کړې: