د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۰

سږ کال په کابل کې د امریکا سفیر خپله دنده پریږدي


د متحد ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت دا خبر تایید کړ، چې سږ کال اوړی به یې په کابل کې سفیر خپله دنده پریږدي، د متحد ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویکتوریا نولاند وویل، هغه د روغتیایي ستونزو له امله کار پریږدي.

په کابل کې د امریکا سفارت هم پرون تایید کړه، چې په افغانستان کې د دې هېواد سفیر راین کراکر به ډیر ژر خپل کار پریږدي.

دې متقاعد، تجربه کار دیپلومات په تیر جولای میاشت کې په افغانستان کې د امریکا د سیفر په توګه په کار پیل وکړ.

تر دې دمخه دوه شپیته کلن کراکر په لبنان، پاکستان، کویټ او سوریې کې هم د متحد ایالاتو د سفیر په توګه کار کړې دی.

د متحد ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویکتوریا نولاند تیره شپه په واشنګتن کې خبریالانو ته وویل:

"زه فکر کوم، چې د هغه یعنې کراکر زړه به هرکله یو څه له افغانستان سره وي، خو معلومداره ده چې هغه لا اوسه خپل کار نه دی پرایښې.

هغه د جولای په میاشت کې د توکېو د کنفرانس په لړ کې هم خپله دنده تر سره کوي او موږ غواړو تر اخري حد پورې د هغه له توان او ارزښت څخه کار واخلو.

راین کراکر په افغانستان کې د سولې لپاره له طالبانو سره د خبرو اترو د زمیني د برابرونکې په توګه پیژندل شوې څیره وه."


تیره میاشت داسې راپورونه خپاره شول، چې ګواکې د طالبانو یو شمېر مشرانو له امریکايي مقاماتو سره په قطر کې کتلی دي.

څو ځله د طالبانو او امریکایي مقاماتو د پټو خبرو راپورونه هم ورکړای شول، که څه هم له طالبانو سره د راین کراکر د مستقیمو خبرو اترو په اړه کوم راپور نه دي ورکړای شوی، خو ویل کېږي چې د دې خبرو اترو د ترکېدو لپاره د زمیني په جوړولو کې کراکر ډیر عمده نقش درلود.

راین کراکر چې په خپل کار کې د ډیرې تجربې خاوند دی په خپله دیپلوماتیکه او نرمه لهجه د امریکا او افغانستان ترمنځ اړیکې چې پخوا لږې له ستونزو سره مخامخې شوې وې بیرته عادي حالت ته راوګرځولي.

کراکر په داسې حال کې له افغانستانه پښې سپکوي، چې ټاکل شوې روان میلادي کال کې افغانان د خپل هېواد امنیتي چارې په غاړه واخلي او د دوه زره څوارلسم کال تر پایه ټول نړېوال محاربوي عسکر له دې هېواده ووځي.

کراکر هرکله افغانانو ته د امنیتي مسوولیتونو د انتقال یو ډیر سخت پلوی وو او ډیر ځله یې پر دې ټینګار کړی، چې باید له افغان ځواکونو سره مرسته وشي، څو دمخه تر دې چې نړېوال ځواکونه د دوي له هېواده ووځي په خپله د دې وړتیا پیدا کړی چې له خپل هېواد څخه دفاع وکړي.
XS
SM
MD
LG