د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

کراچۍ کې د مهاجر ایالت د غوښتنې پر خلاف پر سیندي مظاهره چیانو ډزې شوي


په کراچۍ ښار کې له څه مودې راهيسې د مهاجر صوبه په نامه يو تحريک پيل شوى، چې د سيند په جنوب کې د مهاجرو لپاره يو بېل ايالت غواړي.

د سې شنبې په ورځ په کراچۍ ښار کې د سينديانو ملتپال ګوند عوامي تحريک په سيند کې د (مهاجر صوبې) په نامه د بېل ايالت د غوښتنې په خلاف (د سيند مينه) تر سرليک لاندې له ليارې سيمې څخه د سيند ايالت په ملاتړ يوه احتجاجي مظاهره پيل کړه چې وسلوالو ورباندې ډزې پيل کړې او لسګونو تنو ته يې مرګ ژوبله ور واړوله.

د پوليسو يوه مشر شوکت علي تر پېښې وروسته رسنيو ته وويل، مظاهره چېان له پريس کلبه د اعلى وزير د دفتر پر لور روان وو، چې ايم اې جناح سړک ته نيژدې پر ډيسوهال نومي ځاى باندې پوليسو ودرول او وسلوالو پرې ډزې پيل کړې:

"پر ټولو مهمو ځايونو باندې پوليس ځاى پر ځاى وو، ناببره له يوې کوڅې څخه ډزې پيل شوې چې له امله يې په خلکو غوغا ګډه شوه، له روغتونه مو چې مالومات تر لاسه کړي تر اوسه پورې د اوو تنو د وژل کېدو او پينځويشتو د ټپي کېدو خبر لرو."

په وژل شويو کې درې ښځې هم شاملې دي او د يوه شخصي ټلويزون دوه خبريالان هم په ډزو ټپيان شوي دي.

د عوامي تحريک مشر اياز پليجو تر دې پېښې سمدستي وروسته د رسنيو په وړاندې را څرګند شو او ويې ويل چې دا د سيندي مشرانو کرل شوى تخم دى چې د کراچۍ سينه يې د مهاجرو وروڼو لپاره د کمپ غوندې پرانيستله، خو نن يې د دوى اولادونه په وينو کې و لمبول:

"چا به د هيڅ يوه سيندي او بلوڅ مشر په لاس کې کوم توپک او بله وسله حتى لښته هم نه وي ليدلې، موږ سوله ييزه مظاهره کوله، سيند چې زموږ د ټولو مور ده، زموږ د زړونو ټوټه ده، زموږ پر سر سيورى دى، چې د پاکستان برخه ده او د پاکستان لومړنى قرارداد هم دلته وړاندې شوى وو چې پکې ويلي مو وو موږ د پاکستان برخه جوړېږو، د هغه سيند خلک چې نن د خپل ايالت په مرکز کې پياده روان وو نو د ليمارکيټ له کوڅو څخه د سيند حکومت د اتحادي ګوند مخ پټو ترهګرو مخامخ ډزې پرې وکړې."

د سينديانو يوه بل ملتپال ګوند (جيې سيند قومي محاذ)، (پيپلز امن کومېټې) او پاکستان مسلم نواز ګوند هم د (عوامي تحريک) د دې احتجاجي مظاهره ملاتړ کړى وو او د مهاجرو لپاره د يوه بېل ايالت د غوښتنې مخالفت يې کړى وو. د پاکستان مسلم ليګ نواز ګوند له خوا د پاکستان د مرکزي پارلمان غړې ماروي مېمن هم له لسګونو نورو مېرمنو سره په دې مظاهره کې شريکه وه، دې د دغه بريد پړه پر حکومت ور واچوله:

"زه فکر کوم دا ضرور بايد په ډاګه شي چې دا څوک دي چې د مهاجر صوبې د تحريک ملاتړ کوي او پر بېګناه خلکو ډزې کوي، پيپلز ګوند او متحده قومي غورځنګ دواړه د دې نننۍ پېښې مسوول دي"

پر مظاهره چېانو باندې تر بريد وروسته قهرجنو مظاهره چېانو د اخ و ډب په پېښو کې لسګونه موټرو، دوکانونو او موټرسايکلونو ته اورونه ور واچول، په ښار کې ويره خپره شوه، هرې خواته سره اورونه بل شول او ځاى پر ځاى لاسي بمونه هم و وچاودل شول.

د متحده قومي غورځنګ يوه مشر فيصل سبزواري هم د عوامي تحريک پر مظاهره چېانو باندې د بريد غندنه وکړه، خو ورسره يې پر خپل ګوند د مهاجر صوبې د غوښتنې تور رد کړ او ادعا يې وکړه چې پخپله همدغه عوامي تحريک له پاکستانه د سيند د بېلولو هڅې کوي:

"د يوه مسوول سياسي کس په توګه زه نه پر چا تور لګوم او نه د چا د تورونو ځواب وايم، که څوک د مهاجر صوبې غوښتنه کوي هم دا په متحده قومي غورځنګ پورې اړه نه لري، خو هغه خلک چې د سيندي هېواد نارې وهي، له پاکستانه د سيند د بېلېدو خبرې کوي او مرګ پر پاکستان نارې وهي، زه فکر کوم دا ستره ګناه، غټ جرم، غيرقانوني او د اساسي قانون خلاف کار دى چې څوک د پاکستان له جغرافيې دباندې د بېل هېواد غوښتنه کوي دا له پاکستان سره غداري ده"

د پروني بريد په خلاف د عوامي تحريک له خوا نن په ټول کراچۍ ښار کې کاربنديز او د موټرو پر تګ راتګ بنديز اعلان شوى دى. د وروستيو مالوماتو له مخې پر مظاهرې باندې د ډزو په نتيجه کې او وروسته د اخ و ډب په پېښو کې د وژل شويو کسانو شمېر دوولسو تنو ته رسېدلى او پينځه دېرش تنه ټپيان دي. د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري او صدراعظم يوسف رضا ګيلاني د عوامي تحريک پر مظاهره د بريد غندنه کړې او د سيند حکومت ته يې د پلټنو امر کړى دى.

د يادونې وړ ده چې په کراچۍ ښار کې په تېرو څلورو کلونو کې د اخ و ډب په بېلا بېلو پېښو کې سلګونه کسان د وسلوالو په ډزو وژل شوي او زرګونه تنه پکې ټپيان شوي دي.

بارکوال مياخېل- پاکستان
XS
SM
MD
LG