د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۸

اوباما په کابل کې د امریکا سفیر له دندې لېرې کوي


په کابل کې د امریکا سفیر ریان کراکر
په کابل کې د امریکا سفیر ریان کراکر
د امریکا د جمهور رییس بارک اوباما ادارې پریکړه کړې چې په افغانستان کې خپل سفېر ښاغلی راین کراکر په راتلونکی میاشت کې لیري کړې او پر ځاي د هغه مرستیال جیمز کننګهام په دغې مهمې دندې وګماري.

تر اوسه نه ده څرګنده چې په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو سفير راین کراکر چې د ډېر احترام وړ ډپلوماټ دی، ولې له دندې لیرې کیږي او یا خپله دنده پریږدي.

ښاغلی کراکر چې د ۲۰۱۱ کال د جولای میاشت کې له تقاعد څخه په کابل کې د امریکا د سفېر په دندې وګمارل شو، په داسې حال کې یې په افغانستان کې د سولې ډپلوماتیکې هلې ځلې چټکې کړې چې سپینې ماڼۍ خپل پام د ۲۰۱۴ کال په پای کې په دې هېواد کې د امریکایي ځواکونو کمولو ته اړولی او فکر کوي چې په دې کار سره به په افغانستان کې یو ځل بیا کورنۍ جګړه پیل نشي.

ښاغلی کراکر د هغوجګ پوړو امریکایي چارواکو په ډله کې و؛ چې په شیکاګو کې د ناټو په مشریزې غونډې کې یې د افغانستان د راتلونکې په اړه خبرې وکړې.

د ناټو په غونډې کې زیات شمېر لویدیځو مشرانو یو ځل بیا خپل هغه پلانونه په ډاګه کړل؛ چې غواړي د ۲۰۱۴ کال په پای کې به له افغانستان څخه خپل عسکر وباسي او امنیتي مسوولیتونه به افغانانو ته سپاري.

اصلاً په افغانستان کې د ښاغلي کراکر دنده ډېره ګرانه او ستونزمنه وه او هغه هم په داسې حال کې چې د واشنګټن او حامد کرزي ترمنځ اړیکې په ظاهر کې خراب شوي وو. ده به په افغانستان کې د ادارې فساد او بې وزلۍ پرضد د مبارزې چارې هم څارلې.

ښاغلي کراکر هغه مهال چې طالب وسله والو په کابل کې د امریکا پر سفارت او د لویدیځو هیوادونو پر هدفونو حملې کولې، ډپلوماټان یې ښه رهبري کړل، دغه راز یې له افغان حکومت څخه په ټينګه وغوښتل؛ چې بدلونونه رامنځ ته کړي او په دې توګه په راتلونکي کې د بهرنیانو د میلیاردونو ډالرومرستې جارې وساتي.

د رویټرز په وینا، په ۲۰۱۱ کال په کابل کې د کراکر په ټاکنې سره جمهور رییس اوباما غوښتل؛ چې د افغانستان جګړې ته د نورو منابعو د جلبولو په مقصد د خلکو پام ور واړوي او په دې هېواد کې د امریکا ماموریت پای ته ورسوي.

د راین کراکر د لیرې کېدو خبر په داسې وخت کې خپور شو؛ چې په اسلام آباد کې د متحده ایالاتو سفیر ″کامرون منټر″ خپلو کارکوونکو ته ویلي چې دی به په څو راتلونکو میاشتو کې خپله دنده پریږدي.

د جمهور رییس اوباما له ادارې څخه د جګ پوړو کسانو د لیرې کیدو په لړ کې د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د منځني ختیځ د چارو سلا کار ″جیفري فیلتمان″ هم خپله دنده خوشي کړې او وایي، په ملګرو ملتونو کې یې ښه کار ځانته پیدا کړی دی.

ښاغلی کراکر له ۲۰۰۷ څخه تر۲۰۰۹ کاله پورې په عراق کې د متحده ایالاتو د سفير دنده تر سره کړې او هغه مهال عراق ته د اضافي عسکرو په استولو سره فرقه یې جګړې کمې شوې او د ده شهرت ته یې ګټه وروسوله.

ده دغه راز په پاکستان، سوریې، کویټ او لبنیان کې د امریکا د سفیر په دندو کار کړی دی.
XS
SM
MD
LG